لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دننګرهار مشران:افغان دولت دې دطاهر داوړ مړی دپاکستان د دولت پرځائ قامونو ته وسپاري


دافغانستان دننګرهار ولایت په سوونو قامي مشران،ځوانان،مدني فعالان،علماء اؤ محصلین دپښتون پاکستاني پولیس افسر طاهر داوړ د وژنې په ضد په ننګرهار کې دقبائیلو اؤ سرحدونو دچارو ریاست ته ورټول شوي اؤ دافغان دولت څخه غوښتنه کوي چې دطاهر داوړ مړی دې دپاکستان د دولت پرځائ قامونو ته وسپاري.

دسیمې څخه سرچینو د پنجشنبې په ورځ وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي جلال اباد کې دپاکستان قونصل جنرل دطاهر داوړ دمړي ترلاسه کولو دپاره دجلال اباد روغتون ته ورغلی خو امنیتي ځواکونو بیرته رخصت کړی اؤ د وژل شوي پولیس افسر مړی یې نه دی ورکړی.

پاکستان لا په دې هکله خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

دشمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی پولیس افسر طاهر داوړ په۲۷م اکتوبر دپاکستان پلازمینې اسلام اباد څخه پورته کړل شوی ؤ اؤ مړی یې اوړمه ورځ دننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې موندل شوی.

دننګرهار د قبائیلو اؤ سرحدي چارو وزارت کې موجود افغان خبریال ښاغلي محفوظ کاکړ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي” دا مهال د ننګرهار سلګونه قومي مشران،ځوانان،مدني فعالان،علماؤ کرام او نور په قبایلو او سرحدونو چارو کې ریاست کې را ټول دي او لا هم ډلې،ډلې خلک ور روان دي “

ښاغلی کاکړ وایي د راټولو شوؤ خلکو مشري دشینوارو اؤ مومندو قامي مشران کوي اؤ دوئ دطاهر داوړ په وژنه سخت خفګان ښایي.

هغه وویل دغه قومي مشران د ولایتي ادارې غوښتنې لري چې د کوزې پښتونخوا د وژل شوي پښتون طاهر داوړ مړی دې ولایتي اداره د پاکستان حکومت پر ځای قومونو ته وسپاري اؤ دهغه جنازه به د ننګرهار قومونه په عیدګاه جومات کې کوي.

محفوظ کاکړ زیاتوي چې د راټولو شوؤ خلکو دغوښتنو څخه یوه مهمه غوښتنه دا هم ده چې د افغانستان حکومت دې د ننګرهار قومونو سره مرسته وکړي،ترڅو د پاکستان حکومت څخه وضاحت تر لاسه کړي،چې د اکتوبر په ۲۷مه په پاکستان کې تښتول شوی پښتون طاهر ولې وژل کیږي ؟

دهغه د وینا له مخې دننګرهار قامونه ټینګار کوي چې دطاهر داوړ وژنه په ټوله کې د پاکستان حکومت له لورې د پښتون وژنې او افغان حکومت د بدنامۍ په موخه یوه دسیسه ده،چې هیڅکله به هم په دې ډول کارونو کې بریالي نه شي .

دافغان حکومت رسمي دریځ لا تر دې وخته مخې ته نه دی راغلی چې هغوئ به د وژل شوي پولیس افسر مړی قامونو ته سپاري که حکومت ته خو په پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلي عمر زاخیلوال تیره ورځ ویلي وؤ چې دواړو هیوادونو ته پلټنې پکار دي چې څنګه طاهر داوړ دپاکستان پلازمینې څخه پورته شو اؤ مړی یې دافغانستان په خاوره وموندل شو؟

په سوشل میډیا زیاتره فعالین شکونه څرګندوي چې طاهر داوړ دپاکستان استخباراتي شبکو وژلی خو دشمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي ښاغلي محسن داوړ وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي طاهر داوړ که هرچا وژلی وي زمونږ دعوه دپاکستان په ریاست ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG