لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طاهر داوړ زوی: زما د پلار د وژنې د پلټنو لپاره دې نړیوال کمېشن جوړ شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هم د طاهر داوړ د وژنې د پېښې پلټنې ته د نړیوال کمېشن د جوړېدو غوښتنه کوي.

واشنګټن ــــ د پېښور د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ زوی امجد طاهر داوړ وایي، د پلار د وژنې پېښه یې له دوو هېوادونو پاکستان او افغانستان سره تړلې ده او د پلټنې لپاره دې یې یو نړیوال کمېشن جوړ شي چې د هغه له تښتونې تر وژنې ټول علتونه وڅېړي.

د زیارت- پنجشنبې په شپه د خپل پلار د ښخېدو په مراسمو کې امجد داوړ خلکو ته په وینا کې وویل، چې پلار یې په ډېر ظلم و وژل شو خو تورخم ته د هغه د پلار د مړي تر لاسه کولو ته هم پرېنښودل شو. امجد له حکومته پوښتنه کوي چې پلار یې ولې و وژل شو:

"زما له پلار سره زیاتی شوی دی، د دې لپاره دې یوه بین الاقوامي اداره [کمېشن] جوړه شي او هغه دې دا ټول تحقیقات وکړي، ځکه چې په دا کې دوه ملکونه پاکستان او افغانستان شامل دي".

امجد داوړ غوښتنه کوي چې د پښتونخوا او اسلام اباد د پولیسو عمومي مشران [آی جيز] او په اسلام اباد کې د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر [ای جي] دې له خپلو څوکیو استعفی ورکړي، چې پلټنې شفافې او اغېزمنې وشي.

د طاهر داوړ د وژنې په اړه د پاکستان اپوزیشن ګوندونو هم کلک غبرګون څرګند کړی او پړه یې پر حکومت او امنیتي ادارو ور اچولې، چې وایي د هغه په ژوندي موندلو او را خوشي کولو کې په بشبړه توګه ناکامه شول.

د قومي وطن ګوند مشر او د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر آفتاب شېرپاو د پولیس مشر طاهر داوړ وژنه یوه خطرناکه پېښه ګڼي او وایي چې د هغه د وژنې ذمه وار حکومت دی. ښاغلي شېرپاو نن د طاهر داوړ تر فاتحې کولو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

"دا ظلم چې شوی او اتلس ورځې نه د هغه کورنۍ ته معلومات ورکړل شول او نه ولس ترې خبر وساتل شو، داسې پېښې موږ ته د منلو وړ نه دي. د حکومت د دغو کمزوریو او ناکامیو په اړه باید پلټنه وشي".

عوامي نېشنل ګوند هم د طاهر وژنه په کلکه غندلې او د خالي- شنبې په ورځ یې په پښتونخوا صوبه کې د احتجاج اعلان کړی دی. د دې ګوند یو مرکزي مشر سردار حسېن بابک وي.او.اې ډیوه ته وویل، د طاهر دوړ د وژنې په اړه پیدا شویو پوښتنو ته حکومت باید جواب ووايي:

"په اسلام اباد کې یو افسر بدلېږي او سپریم کورټ ورباندې سوموټو اېکشن اخلي، خو له هماغه اسلام اباده یو پښتون افسر تښتول کېږي، په ډېرې بې دردۍ وژل کېږي او دغه اداره ورباندې خاموشه وي، نو په دې اوس هر پښتون بچی پوهېږي چې دا د یوه منظم کوشش په بنیاد د پښتنو وژنه روانه ده".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هم د طاهر داوړ د وژنې د پېښې پلټنې ته د نړیوال کمېشن د جوړېدو غوښتنه کوي. د دې تحریک یو مخکښ او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پر ټویټر د پاکستاني رسنیو له خوا د ده په ضد د پروني کمپېن په اړه حیراني څرګنده کړې، چې د افغانستان له خوا یې ده ته د طاهر داوړ د مړي د ور سپارلو پر ټینګار شکونه څرګند کړي وو. محسن پر ټویټر لیکلي:

"د هغو له خوا پر ما دا تورونه د افسوس وړ دي چې د طاهر داوړ د تښتول کېدو په اړه یې زما خبرداری نه اورېده. پلټنې دې له ما پیل شي، خو دا پلټنې باید یو نړیوال کمېشن وکړي، ځکه، موږ پر هغو باور نه لرو چې د ژوند یواځینی مقصد یې تورونه لګول دي".

د پاکستان حکومت د طاهر داوړ د وژنې د پېښې څېړنې ته تر اوسه د کوم کمېشن د جوړېدو اعلان نه دی کړی، خو وزیراعظم عمران خان د زیارت- پنجشنبې په ورځ ویلي وو، چې د دې پېښې څارنه به پخپله کوي او د پښتونخوا حکومت ته یې په دې برخه کې د اسلام اباد له پولیسو سره د مرستې امر کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG