لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: د طاهر داوړ له کورنۍ سره به انصاف کېږي، خو که نه کېږي پښتون قام به احتجاج کوي


واشنګټن ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، طاهر داوړ عام کس نه بلکې د پاکستان یو پولیس افسر وو، خو وایي ریاستي ادارې دومره غافلې وې، چې خلکو ورته د هغه تر تښتونې وروسته چیغې وکړې، خو دوی را ویښ نه شول.

منظور پښتین له وي.او.اې ډیوه سره د جمعې په ورځ په ځانګړې مرکه کې وویل، د ریاستي ادارو غفلت د طاهر داوړ د وژنې په اړه شکونه او پوښتنې پیدا کړي دي او په دې اړه باید یو نړیوال کمېشن پلټنې وکړي:

"موږ وایو د افغانستان او پاکستان دواړو حکومتونه دې تحقیق وکړي، دا د وینې خبره ده، دوی یو کور وران کړی دی، ریاست دې د طاهر داوړ د کورنۍ سوالونو ته ځوابونه ووایي او انصاف دې ورکړي".

د پاکستاني پوځ ویاند د شورو- چارشنبې په ورځ پر افغان حکومت د طاهر داوړ د مړي د ځنډولو له امله تور پورې کړی وو او ویلي وو چې د هغه په وژنه کې له ترهګرې ډلې پرته نورې سرچینې هم لاس لري، خو افغان سفیر عمر زاخېلوال یې نن تورونه رد کړل او ویې ویل چې د طاهر داوړ له مړي باید د ولسونو د بېلتون کار وا نه خیستل شي.

منظور پښتین هم پر افغان چارواکو د پاکستان تورونه د خپلو کمزوریو او غفلت د پټولو هڅه وبلله او ویې ویل چې د طاهر داوړ د تښتونې او وژنې ټوله پړه پر افغانستان ور اچول نور شکونه هم پیدا کوي:

"ننګرهار ته چې څوک په کومه لار هم ننوځي په قبایلي سیمو کې به ځي، هلته د پاکستاني پوځ 950 قلعې دي، په هر کلي کې د پوځ چیک پوسټونه دي، د هرو دوو تحصلینو په منځ کې چیک پوسټ دی او افغانستان ته تللې لارې د ریاست په کنټرول کې دي، نو که پوځ له اسلام اباده تر ننګرهاره د طاهر داوړ رسول هیڅ نه ګڼي او تور په نورو پورې کوي دا خپلې غلطۍ پټول دي".

د طاهر داوړ مشر زوی امجد طاهر داوړ د پلار د ښخېدو په مراسمو کې له خلکو غوښتنه کړې وه، چې د پلار د وژنې په اړه پلټنو او انصاف تر لاسه کېدو کې ورسره مرسته وکړي. منظور پښتین وایي، دوی به ضرور د طاهر داوړ له کورنۍ سره درېږي:

"ټول ولس ورسره ولاړ دی، پي ټي ایم او د هرې پېشې خلک ورسره ولاړ دی او زموږ قوي امید دی چې انصاف به کېږي او که نه کېږي پښتون قام به د دې انصاف لپاره مبارزه کوي".

پښتون ژغورنې غورځنګ د زیارت- پنجشنبې په ورځ هم د پښتونخوا په ګډون د بلوچستان، سیند او پنجاب په ځینو لویو او وړو ښارونو کې د طاهر داوړ د وژنې په ضد احتجاجي مظاهرې کړې وې او د هغه د وژنې پړه یې د پاکستان پر ریاستي ادارو ور اچولې وه.

د طاهر داوړ د کورنۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ د پاکستان ځینو سیاسي ګوندونو هم د هغه وژنه د حکومتي ادارو غفلت او ناکامي ګڼلې او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG