لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یوه اوونۍ کې د پاکستان دوه پښتانه پولیس افسران طاهر داوړ او نعیم کاکړ و وژل شول


واشنګټن ـــ د پاکستان دوه پښتانه پولیس افسران طاهر خان داوړ او محمد نعیم کاکړ په یووه اوونۍ کې و وژل شول، چې یو یې په دنده بوخت او بل ریټایر شوی افسر وو او د یوه د وژنې ذمه واري داعش ډلې او د بل هغه پاکستاني طالبانو منلې ده.

د کوټې د پولیسو یو پخوانی مشر محمد نعیم کاکړ د خالي- شنبې په ماخوستن د ښار پر زرغون سړک پیاده روان وو، چې ناڅرګندو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او سخت یې ټپي کړ. وروسته د مرستندویه ادارو په موټر کې په ژوبل حالت کې د کوټې سېول روغتون ته و رسول شو، چې د سختو ټپونو له امله یې هملته ساه ورکړه.

تر پېښې وروسته د کوټې ښار د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې پولیس افسر نعیم کاکړ پښین سټاپ نومي ځای ته نیژدې له لمانځه وروسته خپل کور ته روان وو، چې په موټرسایکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او د پېښې له ځایه په بیړه وتښتېدل.

رزاق چیمه د پېښې د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي په وسلوالو پسې پلټنه پیل کړې ده او تر دا مهال یې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي. پولیس چارواکو د لومړنیو پلټنو په بنیاد ویلي، پر نعیم کاکړ چې په کومه وسله ډزې شوې دي، هغه تر دې وړاندې د ښار په نوي کلي او توغي روډ کې هم د پولیسو په هدفي وژنو کې کارول شوې وه.

نعیم کاکړ د بلوچستان د پولیسو د جرمونو یا د جنایي څانګې پخوانی مرستیال مشر وو او د خپلې دندې په مهال یې د هغو کسانو په ضد زیات عملیات کړي وو، چې د ترهګرۍ او ورانکارۍ په چارو او جرمونو کې یې لاس درلود.

د پاکستاني طالبانو تحریک د دې پخواني پولیس افسر د وژنې ذمه واري منلې ده. محمد خراساني چې ځان د دې ډلې مرکزي ویاند بولي، رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې دعوه کړې، چې نعیم کاکړ د دوی کسانو وژلی دی. طالب ویاند ګواښ کړی چې د پاکستاني امنیتي ادارو پر کسانو به بیا هم بریدونه کوي.

نعیم کاکړ شاوخوا اووه کاله وړاندې هم له یوه ځانمرګي بریده روغ رمټ وتلی وو. د 2011م کال په اپرېل میاشت کې چې د کوټې په ګلستان سړک کې د یوه پولیس مشر وزیر خان ناصر پر کور له بارودو د ډک موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی وو، نو د هغه او د نعیم کاکړ- چې کورونه یې سره څنګ پر څنګ وو- بچیان پکې ټپیان شوي وو خو دوی ته پکې زیان نه وو رسېدلی.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان د دې پخواني پولیس افسر وژنه غندلې او پولیسو ته یې په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو د ژر تر ژره نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو امر کړی دی.

پر ټولنیزو رسنیو هم د نعیم کاکړ وژنه په کلکه غندل شوې ده. اکثرو کسانو لیکلي دي چې هغه پښتانه پولیس افسران د یوې منظمې دسیسې له مخې وژل کېږي، چې پخپلو سیمو کې یې په زړورتیا سره ترهګر ځپلي دي.

په کوټه کې د پولیسو پر ریټایر شوي افسر دا برید په داسې وخت کې شوی، چې څو ورځې وړاندې له اسلام اباده د تښتول شوي پولیس افسر طاهر داوړ مړی د پاکستان او افغانستان تر منځ ډیورنډ کرښې ته د 100 میټره په فاصله وموندل شو.

د طاهر داوړ د وژنې ذمه واري په ظاهره د (ولایتِ خراسان) په نامه د داعش ډلې یوې څانګې پر غاړه اخیستې وه، خو د پاکستان اکثر سیاسي ګوندونه او د طاهر داوړ کورنۍ یې پړه د پاکستان پر امنیتي ادارو ور اچوي، چې وایي هغه څنګه له اسلام اباده افغانستان ته واړول شو.

په بلوچستان ایالت کې په تېرو دوو کلونو کې د امنیتي ادارو پر کسانو هدفي او بمي بریدونه زیات شوي دي او په وار- وار په کوټه او شاوخوا سیمو کې د ملېشه ځواکونو، پولیسو او لېویزو عسکر پکې وژل شوي چې ذمه واري یې اکثر پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

په تېرو دوو کلونو کې په کوټه ښار کې پر پولیسو او ملېشه ځواکونو د ترهګرۍ حملې زیاتې شوې دي. د روان کال په په فبرورۍ میاشت کې په دوو جلا بمي بریدونو کې د ملېشه ځواکونو او پولیسو شپږ کسان وژل شوي وو. همدارنګه اپرېل په میاشت کې هم په کوټه ښار کې د پولیسو پر یوه موټر په چاودنه کې 6 پولیس عسکر وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو.

په تېره سپټمبر میاشت کې د بلوچستان په کلاسیف الله سیمه کې هم په دوو جلا بریدونو کې د لېویز پولیسو د یوه رسالدار محمد افضل په ګډون څلور لېویز عسکر وژل شوي وو، چې ذمه واري یې د پاکستاني طالبانو تحریک منلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG