لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ د قاسم بندر خواريکښ په ۵۵ ورځ په احتجاج ناست دي


د کراچۍ د دوېم غټ بندر (پورټ قاسم) د خواريکښو نن ۵۵م ورځ ده چې د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د خپلو حقونو غوښتو دپاره په احتجاج ناست دي.

د قاسم بندر د خواريکښو د اتحاديې سېکتر حسېن باچا وايي د پرېس کلب مخې ته د خواريکښو دوه میاشتې په پوره کېدو دي د واکمنه حکومتي ګوند تحریک انصاف د استازو سره يې ليدنې وشوې هغوي ورله احتجاج ته راغلل خو تراوسه يې غوښتنې ونه منل شوې.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې باچا وويل، دوي له د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړی ګل ظفر خان، د دير اېم اېن ای صبعت الله او نور استازي راغلي او دوي بيا اسلام اباد ته هم تللي د قامي اسمبلۍ سپيکر اسدقېصر، د دفاع وزير پروېز خټک سره يې هم ليده کاته شوي دي.

هغه وويل په دغو ليدنو کې ورته د دوي د غوښتنو منلو باور ورکړی شوی او بيا په قامي اسمبلۍ کې د دوي مسله راپورته کړی شوی او دوه ورځې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ هم دا مسله راپورته کړې خو تراوسه د دوي غوښتنو ته ځواب نه دی ويل شوی.

هغه زیاته کړه کېپټن جميل چې د سمندري چارو پارليماني سيکرټري دی هغه ورته پوخ باور ورکړی ؤ چې درې غوښتنې به يې ومنل شي او څلورمه به يې د عدالت له امله وروسته کړی شي.

دا خواريکښ غوښتنې کوي چې د دوي د څلورو مياشتو بندې تنخواګانې دې ورته ورکړی شي، په بندر دې د چاينه کمپني دوي ته روزګار ورکړي او د نوکرۍ کارډونه دې ورته ورکړی شي.

دوي څلورمه غوښتنه کوي چې د کال ۱۹۷۴م د قانون لاندې دې دوي ته اسانتياوې ورکړی شي.

حسېن باچا وايي څلورمه غوښتنه دوي د روان کال جولايۍ په مياشت کې عدالت ته وړلې او اورېدنې يې روانې دي خو کېپټن جميل چې د دوي سره کومې وعدې کړې وې يوه يې هم وفا نه کړه.

د خواريکښو په احتجاجي ناسته کې په دوېم ځل د دوي سره د دوي ماشومان هم احتجاج کوي.

د خواريکښو د اتحاديې په وېنا په وېنا په قاسم بندر ۱۷۵۱ خواريکښ په روزګار دي او هغه ټول اوس په احتجاج ناست دي. په دغو خواريکښو کې د نيمې نه سېوا د باجوړ ضلعې سره تعلق لري.

يو خواريکښ فهدخان وايي د دوي د غوښتنو منلو پورې به دوي په دغه ځای ناست وي. هغه وايي ځکه چې په دا بندر دوي جوړ کړی او د ۳۰ کالو نه پکې خواري کوي خو دوي ته د کراچۍ د مرکزي بندر په څېر د ۱۹۷۴م د قانون لاندې پخې نوکرۍ نه ورکول کيږي.

هغه وويل د تنخاګانو د نشتوالي له امله يې په کورونو کرايانې جمع شوي خواريکښو ته د کورونو نه د ويستلو ويل کيږي او هغه وايي ماشومان يې د پېسو د نشتوالي له سببه د سکولونو څخه بهر کړی شوي دي.

احتجاج کوونکي وايي حکومتي واکمن ورته ځواب کوي چې په څو ورځو کې به يې مسلې هوارې کړي خو دوي وايي که په راتلونکو څو ورځو کې يې مسلې هوارې نه کړی شوې دوي بيا پلان لري چې اسلام اباد ته لاړ شي او د پارليمنټ مخې ته احتجاج پېل کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG