لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دابوظهبي ټیسټ سیالۍ کې پاکستان دنیوزي لینډ نه ماتې وخوړه


په ابوظهبي کې دنیوزي لینډ اؤ‌ پاکستان ترمینځ دټیسټ کرکټ سیالي کې دسختې تلوسې وروسته پاکستان په پینځوؤ منډو ماتې خوړلې ده.

په دې سیالۍ کې نیوزي لینډ پاکستان ته د۱۷۶ منډو هدف ورکړی ؤ خو دغه وړوکی هدف هم دپاکستان لوبډلې سرته ونه رسول شو اؤ‌ یو په بل پسې یې لوبغاړي په لږو منډو سوزیدل.

د ورځې په پیل چې پاکستان پرته دخپل کوم لوبغاړي په ۳۷ؤ منډو خپله نیمګړې لوبه بیرته پیل کړه نو په ټول ټل ۴۰ؤ منډو یې لوبغاړی امام الحق د۲۷منډو جوړولو نه ورسته د اعجاز پټیل په بال وسوزیدو.

د لمړي لوبغاړي سوزیدو ورسته محمد حفیظ د ۱۰ؤ منډو په جوړولو وسوزیدو چې په دغه مهال دپاکستان ټولې منډې ۴۴ وې اؤ حارث سهیل په ۴۸ منډو وسوزیدو.

اظهر علي اسد شفیق تر څه حده ښه لوبه وکړه اؤ خپلې منډې یې ۸۲ؤ ته ورسولې خو اسدشفیق د۴۶ منډو جوړولو نه وروسته د وینګر په بال وسوزیدو.

پاکستاني کپتان سرفراز احمد درې منډې جوړې کړې خو بلال اصف،یاسر شاه اؤ حسن علي په یوه منډه جوړؤلو هم ونه توانیدل.

په لمړي اننګز یا پړاؤ کې دپاکستاني لوبډلې د بې خونده توپ وهنې له امله پاکستان د نیوزي لینډ‌په ضد خپلې لمړۍ ټیسټ سیالۍ کې دغوره ګټې موقعه دلاسه ورکړې وه اؤ نیوزي لینډ سیالۍ ته په بیرته ننوتلو خپل پوزیشن پیاوړی کړی ؤ.

دپاکستاني توپ اچوونکو د غوره توپ اچونې له امله لمړي پړاؤ کې دنیوزي لینډ لوبډله په ۱۵۳ منډو سوزیدلې وه.

پاکستاني لوبډلې د نیوزي لینډ د لمړي پړاؤ د لوبې د لږو منډو مقابله کې یوازې ۲۲۷ منډې جوړې کړې وې اؤ یوازې د ۷۴ منډو بریا ورته ترلاسه وه.

د دوهم پړاؤ لوبه کې دیاسر شاه اؤ حسن علي د ښې توپ اچونې له امله د نیوزي لینډ لوبډله په

XS
SM
MD
LG