لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډانلډ ټرمپ او عمران خان په ټويټر د جګړې اغېزې به په افغانستان وي، څيړونکي


څيړونکي د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ او پاکستان د وزیراعظم عمران خان په ټويټر جګړې ته په کتو سره وايي چې د دې اغېزې به د دې دواړو هېوادونو په ځای په افغانستان ډېرې وي.

په افغانستان کې د نړیوالو چارو کارپوهه انتظار خادم وايي امريکا هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې دپاره هره لار وکاروي او په دغه لړ کې د پاکستان رول ورته مهم ښکاري.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، ښايي چې امریکا نور د پاکستان نه غواړي چې دوه مخې پاليسي به ورسره نه کوي.

"تاثير به يې په افغانستان باندې مثبت وي امریکا په افغانستان کې په جګړه او سوله دواړو باندې پوهيږي خو د سولې قيمت اوس لوړ شوی دی ځکه هلته روسان، چينايان رامنځته شوی او دلته پاکستان دی د پاکستان نقش مهم دی".

هغه وايي د پاکستان د مهم رول له سببه به امریکا پاکستان ته دوه انتخابه ږدي دي يو دا چې د سولې په لاره ورسره لاړ شي د افغانستان د سولې په لړ کې ورسره همکاري وکړي او دوېم به يې د بندېزونو او عملي اقداماتو په شکل کې وي.

صدر ټرمپ وايي پاکستان ورسره هیڅ مرسته نه ده کړې. واشنګټن او کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې په خپله خاوره یې ترهګرو ته پناه ورکړې ده.

پاکستان دغه تورونه ردوي او وزيراعظم عمران خان ويلي د ترهګرۍ پرضد د امریکا په جګړه کې يې په زرګونو کسان وژل شوي او په اربونو ډالره تاوان ورته اوختی دی.

د اسلام اباد په نړيوال اسلامک پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر منظور افريدی وايي، د پاکستان او امريکې اړيکې د تېرې یوې مودې نه د تاؤ تریخوالي ښکار پاتې دي او د هغه په نظر دا نوې خبره نه ده.

د وي او ای ډیوه د پوښتنې چې د ټرمپ او عمران خان د تازه څرګندونو اثر به په ځانګړي ډول د افغانستان او په دغه هېواد کې د سولې په بهير څه رنګ وي، افريدي وويل،

"د افغانستان د سولې د خبرو دپاره دا يو ښه پېغام نه دی".

هغه وويل په داسې کې چې پاکستان په سیمه او د افغانستان د سولې په خبرو کې مهم کردار ګڼل کیږي خو ښايي د پاکستان او امریکې اړيکې نورې تريخوالي پله تلی شي.

" د دې نېغ اثر به په افغانستان وي ځکه هلته امريکا موجود ده او پاکستان دلته تر ټولو نزدې ګاونډي ملک دی ځکه وړومبی اثر به يې په افغانستان وي".

خو ژورنالسټ مشتاق يوسفزی وايي د ډانلډ ټرمپ بيان ته د عمران خان ځواب ښايي د خلکو د خوشحالو دپاره يې ورکړی دی.

وي او ای ‌ډيوه سره په خبرو کې يوسفزي وويل د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په حالاتو خبر دی نو هغه بيا سپيناوی کړی او ویلي يې دي دواړه ملکونه به د يو بل سره په ګډه کار کوي او دغه ډول امریکايي پوځي مشرتابه هم داسې بيان ورکړی دی.

"نو دا واضحه کوي دا خبره، چې پاکستان د دې جوګه نه دی چې د امریکې سره په مقابله کې لاړ شي په داسې وخت کې چې د دواړو يو بل ته ضرورت دی او په افغانستان کې خبرې روانې دي".

صدر ټرمپ په ټويټر په پاکستان سختې نيوکې کړي خو عمران خان يې دعوؤ ته غلطې ويلي دي.

د امریکا په ولسن سنټر کې د سویلي اسيا د چارو کار پوهه مايکل کيګلمېن په ټويټر د ټرمپ بيان ته د عمران خان د غبرګون په اړه ويلي،

"د ټويټر په غبرګون کې عمران خان دا نه دي ويلي چې د افغانستان په بربادۍ کې د پاکستان هيڅ کردار نه ؤ. په دې کې نوې خبره نشته. يواځې دا چې پاکستان د امریکا او امریکا د پاکستان نه د قربانۍ ګډوری جوړوي او دا ډېره د افسوس ده چې په دواړو کې يو هم د پېچلتيا احساس نه کوي".

د امریکا او پاکستان د مشرانو تاوده بيانونه په داسې کې مخې ته راغلي چې په عېن حال کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د سيمې د هېوادونو په سفر دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG