لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په جګړه کې په ښکاره لږ پرمختګ شوی دی، رپوټ


د امریکې حکومت د افغانستان په اړوند په خپل نوي رپوټ کې ویلي امریکا او افغانستان د دغه هېواد د شخړې په هوارولو کې په څرګند دول لږ پرمختګ کړی دی.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د ګل، دوشنبې په ورځ جاري شوي رپوټ کې د جولايي نه تر ستمبر ۲۰۱۸م پورې درېو مياشتو جاج اخيستل شوی چې په افغانستان کې پوځي، سياسي او ټولنيز حالات څنګه وو.

امريکې د ۹/۱۱ د ترهګرو بريدونو وروسته په کال ۲۰۰۱ کې په افغانستان کې جګړه پېل کړې او د ۱۷ کلونو دغه جګړه تراوسه دوام لري.

په رپوټ کې ويل شوي د طالبانو د خبرو مېز ته راوستلو په لړ کې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی، ټولې سياسي او پوځي اشارې ښايي چې د افغانستان حالت ښه کېدو پله نه ځي.

ويل شوي رپوټ د امريکې د دفاع او بهرنيو چارو او امريکا د نړیوالې مرستندويه ادارې (يو اېس اېډ) په ګډه جوړ دی.

رپوټ د صدر ټرمپ د هغه ادعا نه بدل دی چې د افغانستان د تګلارې بدلولو وروسته د افغان دولت او طالبانو د خبرو امکانات سېوا شوي دي.

د صدر ټرمپ د تېر کال د اګست د میاشتې د تګلارې په اړوند سږ کال د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي نوې تګلاره ګټوره ده.

خو ويل شوي د پمپيو د افغانستان د سفر وروسته په افغانستان کې طالبانو جنګي فعاليتونه نور تند کړي وو.

د رپوټ ترمخه د افغانستان په امنيت کې بدلو ن نه دی راغلی د افغان امنيتي ځواکونو مرګ ژوبلې سېوا شوي دي.

په رپوټ کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبل شمېره نه ده ورکړی شوې.

خو تېره اوونۍ صدر اشرف غني ويلي چې په تېرو څلورو کلونو کې ۲۸ زره او ۵۲۹ پوليس او پوځي سرتيري وژل شوي او په دغه موده کې د امریکا د وژل شوؤ سرتيرو شمېره ۵۸ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG