لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايي اېم اېف نه د پاکستان د قرضې اخیستو خبرې نه دي جوړې شوي


د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) د پلاوي ترمنځ خبرې بې د څه نتيجې ختمې شوي او پاکستان ته په سمدستي ډول د قرض ورکول نه دي منظور کړی شوي خو ويل شوي د خبرو عمل به په راتلونکوورځو کې دوامداره وساتل شي.

د راپورونو ترمخه د ايي اېم اېف تېره شپه په خبرپاڼه کې ويلي چې پاکستاني چارواکو سره به يې خبرې اترې په راتلونکو اوونیو کې هم روانې وي.

د پاکستان د خزانې د وزارت د لوړ پوړو چارواکو ترمخه چې دواړه فريقه په ۸۰ فيصده پاليسي ګامونو باندې صلاح شوي خو په پينځه غټو خبرو باندې اوس هم اختلاف شتون لري.

چې پکې مالياتي حالات سمول، د څار پاليسي، د ګېس او بجلۍ بېعې سېوا کول او بنيادي اصلاحات شامل دي.

د دوي په وېنا د چارواکو په کچه ترسره شوؤ خبرو کې بنيادي خنډ مالياتي وضع سمول او د اصلاحاتو دپاره ټاکلی وخت او د دې رفتار شامل دي.

خو د پي ټي ايي حکومت غواړي چې د سمدستي په ځای دې د يو رسمي عمل لاندې دې مالياتي او د څار پاليسۍ د تکليف نه ډک اثرات دې عام اولس ته انتقال کړي.

د چارواکو ترمخه ايي اېم اېف غواړي چې په ټېکسونو يا ماليو کې دې په سمدستي ډول سېوا والی وکړی شي اود بجلۍ او ګېس بېعې دې زیاتې کړی شي.

خو د خزانې وزير اسد عمر وايي چې مالياتي حالات سمول به په درېو کالوکې ترسره شي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه د خزانې وزير ويلي چې دا وخت دوي ته د قرض یا پور سخت ضرورت نشته او په موجوده وخت کې دوي په خپلو سرچينو ګوزاره کولی او که داسې نه وی نو دوي به د ايي اېم اېف ډله داسې نه وه پرېښودې.

هغه ويلي چې پاکستان ته چې په سمدستي توګه د ۱۲ اربه ډالرو سخت ضرورت ؤ په هغو کې د دوستانو هېوادونو لخوا د شپږو اربه ډالرو ورکولو لوظونه شوي او د هغې نه وروسته د پاکستان مالي حالت تر څه حده ښه شوی دی.

هغه زیاته کړې ده چې د نورو درېو نه تر څلورو اربو ډالرو پورې ورته د نورو پېسو د راتلو د انتظام هڅې هم کيږي.

ژورنالسټ شهباز رانا د روپۍ د بېعې کمولو او بجلۍ او ګېس د نرخونو سېوا کولو په اړه وايي،

چې د ايي اېم اېف ځينې شرطونه د منلو نه دي، لکه د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر نور کمېدو سره به غټې مسلې پېدا شي او بله دا چې د بجلۍ او ګېس د بيعو لوړو سره به د ګرانۍ شرح د ۱۲ نه ۱۴ فيصده پورې لاړه شي.

اقتصاد پوهه او د پاکستان د خزانې پخوانی وزير سلمان شاه هم د دې خبرې سره اتفاق کوي چې د ايي اېم اېف په شرح سود او ټېکس په شرح کې د سېوا والي شرط منل پکار نه دي ځکه چې د دې سره به ګراني راشي.

شاه وايي چې د ايي اېم اېف ځينې شرطونه داسې دي چې هغه پوره کېدی شي او دې سره به په ملک کې مالياتي نظم وضبط راشي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د زرمبادله د ذخيرو په حوالې سره ايي اېم اېف پاکستان ته یو هدف ورکولی شي چې هغه په راتلونکو درېو کلونو کې څنګه وساتل شي بله دا چې مالياتي خساره د ايي اېم اېف يو لوی هدف دی. او دا چې پاکستان به په دې کې څنګه کمی راولي.

هغه زياته کړه مالياتي خساره دا وخت اووه فيصدو ته نزدې ده خو ايي اېم اېف غواړي چې په راتلونکو درې کلونو کې دا به څنګه راټيټه کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG