د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د چين د قونصلګرۍ سره نزدې په چاؤدنه او ډزو کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ساتونکی ژوبل شوی دی.
د کراچۍ په کلفټن سيمه کې د چين د قونصلګرۍ سره نزدې د ډزو او چاؤدنې پېښه نن د جمعې په سهار نزدې لس بجې شوې ده.
ځايي ميډيا د کراچۍ ښار د جنوبي زون د پوليس مشر ډی ايي جي جاوېد عالم اوډهو له قوله پخلی کوي چې په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او بل ژوبل شوی دی.
د وژل شوؤ پوليس جسدونه جناح روغتون ته وړل شوي او د روغتون چارواکو يې پخلی کړی دی.
پوليس چارواکو ادعا کړې چې د پوليس نور سرتيري د قونصلګرۍ لوري ته لېږل شوي خو ويل کيږي په سيمه کې د ډزو اوازونه اورېدل کیږي.
د قونصلګرۍ نه چاپېره علاقه تړل شوې او د عامو خلکو تګ راتګ ورته بند کړی شوی دی.
پوليس ويلي يو بريد کوونکی ترهګر وژل شوی دی.
د راپورونو ترمخه د درېو نه تر څلورو پورې وسله په لاس کسانو د چين قونصلګرۍ ته د ننوتلو هڅه کوله خو د قونصلګرۍ ساتونکو پرې ډزې کړي دي.
په کراچۍ کې د چين قونصلګري د کلفټن په حساسه علاقه (بلاک څلورم) کې موقعيت لري. چرته چې نزدې د نورو هېوادونو قونصلګرۍ هم شتون لري.
د مطبوعاتي راپورونو ترمخه بلوڅ بېلتون خوښې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي د چين په قونصلګرۍ د بريد زمه واري منلې ده.