لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د چين په قونصلګرۍ بريد کې اووه تنه وژل شوي


د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د چين د قونصلګرۍ د دروازې مخې ته په چاؤدنه او بیا ډزو کې دوه عام ملکي وګړي، دوه پوليس او درې ترهګر وژل شوي او يو بل ساتونکی ژوبل شوی دی.

پوليس وايي په ځوابي عملياتو کې درې واړه بريد کوونکي ترهګر وژل شوي دي. د چارواکو په وېنا په بريد کې د قونصلګرۍ ټول کار کوونکي روغ پاتې شوي دي.

اد مطبوعاتي راپورونو ترمخه په کراچۍ کې د چين په قونصلګرۍ د بريد زمه واري بلوڅ بېلتون خوښه ډلې (بلوچ لبرېشن ارمي) منلې ده.

د سندهـ پوليس مشر (ايي جي) کليم امام په بريد کې د دوه پوليس او درې ترهګرو د وژنې پخلی کړی او د زمه وارۍ اخيستونکو په اړوند يې وويل د پخلي وروسته په هغې د څه ويلو جوګه وي.

پوليس وايي په قونصلګرۍ بريد يې ناکامه کړی دی. چارواکي وايي په قونصلګرۍ بريد کوونکي درې واړه کسان په يو سپين موټر کې راغلي او پوره وسله ورسره وه . د بريد کوونکو په چاؤدنه کې د قونصلګرۍ مخې ته ولاړ درې ګاډي هم تباه شوي دي.

د کراچۍ د جناح روغتون مشرې ډاکټرې سیمې جمالي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، روغتون ته د دوه پوليسو، د دوه عامو ملکي وګړو او درې ترهګرو مړي راوړل شوي دي.

هغې وويل عام دوه تنه پلار او زوی دي او تعلق يې د کوټې سره دی. هغې وويل ښکاري دا دواړه کسان قونصلګرۍ ته ويزې اخيستو له راغلي وو.

چارواکو ويلي يو ترهګر د قونصلګرۍ نه بهر او دوه نور د قونصلګرۍ د ويزې اخيستو په برخه کې په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.

د کراچۍ د پوليس مشر امير شېخ مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل په بريد د وژل شوؤ ترهګرو نه خودکش جېکټ او نوره وسله ترلاسه شوې ده.

د سندهـ پوليس په نوم ټويټر اکاؤنټ باندې د ترلاسه شوې وسلې عکسونه خپاره کړی شوي دي.

د کراچۍ په کلفټن سيمه کې د چين د قونصلګرۍ سره نزدې د ډزو او چاؤدنې پېښه نن د جمعې په سهارشوې ده.

د سندهـ صوبې اعلا وزير مرادعلي شاه قونصلګرۍ ته ورغلی او د چينې چارواکو سره يې ليدلي دي.

د کراچۍ په کلفټن سیمه کې د چين د قونصلګرۍ نه چاپېره علاقه تړل شوې او د عامو خلکو تګ راتګ ورته بند کړی شوی دی.

په کراچۍ کې د چين قونصلګري د کلفټن په حساسه علاقه (بلاک څلورم) کې موقعيت لري. چرته چې نزدې د نورو هېوادونو قونصلګرۍ هم شتون لري.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان او نورو چارواکو د بريد غندنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG