لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان او سندهـ کې د عربو د کلتور د اثر لاندې ښځې د غېرت په نوم وژل کيږي، جليله حېدر


د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې ويلي، روان کال په بلوچستان کې د غېرت په نوم ۳۰ ښځې او ۱۹ سړي وژل شوي دي او دا پېښې زياتې د بلوچستان په نصيراباد علاقه کې رامنځته شوي دي.

نصير اباد د سندهـ صوبې سره په پوله د بلوچستان صوبې پرته علاقه ده.

د ښځو او بشري حقونو فعاله جليله حېدر وايي، "د غېرت په نوم د وژنو زياتې پېښې د بلوچستان او سندهـ صوبې په پوله پرتو سيمو کې ځکه ډېرې رامنځته کيږي چې دا د عربو روايت دی او په دغو سيمو کې د عربو کلچر پاتې شوی او دغلته خلک اوس هم دا د خپل کلتور برخه ګڼي".

غېر دولتي ادارې عورت فاؤنډېشن په خپل يو تازه راپور کې ویلي، په بلوچستان صوبه کې روان کال ۱۷ ښځو ځانونه وژلي، او ۲۱ ښځو په ګډون په ۲۹ کسانو د تشدد پېښې رپوټ شوي دي.

د ادارې مشر محمد اشفاق مېنګل ويلي يادې پېښې د وړو وړو کورنیو شخړو په سر رامنځته شوي دي.

په بلوچستان کې د ښځو او بشري حقونو فعاله جليله حېدر وايي دغه رپوټ د اندېښنې وړ دی ځکه چې ښځې زياتې په نخښه شوي او سړي هم پکې وژل شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل دا پېښې يواځې د غېرت په نوم وژنې نه وي بلکې د دې زياتره اهداف نور وي او نوم ورته د غېرت ورکول کيږي.

"لکه خوېندې په جايداد کې برخه غواړي او د هغې بيا دا اسانه طريقه ده چې هغه د لارې لرې کړي او ووژل شي او سړی پکې په داسې توګه راګډ کړي چې د چا سره یې کورنۍ دښمني وي هغه پکې مينځ ته راولي".

هغې زياته کړه په بلوچستان کې د ښځو د حقونو دپاره کمېشن هم نشته او هغه نه ده پوهه چې ولې دا نه جوړول کيږي.

د بلوچستان د عورت فانډېشن مشر علاؤالدين خلجي وايي اول د دې پېښو د مخنيوي دپاره قوانين پکار دي او بيا ادارو له واک پکار دی چې په عمل کې يې راولي.

عورت فاؤنډېشن ویلي روان کال په صوبه کې د ۱۴ ښځو د تښتولو پېښې رپوټ شوي په څلورو ښځو جنسي تېری شوی او په څلور باندې تېزاب نوستی شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو د چارو مرکزي وزیرې شېرین مزاري د روانې نومبر میاشتې په ۶ سېنېټ ته په وړاندې کړل شوي یو رپوټ کې ویلي ؤ، چې په تېرو پینځو کلونو کې په پاکستان کې ۵۳۱۲ ښځې وژل شوې دي.

شېرین مزاري ويلي چې په دغو کې ۱۵۴۸ ښځې د غېرت په نوم وژل شوي دي.

غېر دولتي ادارې عورت فاؤنډېشن په بلوچستان کې د غېرت په نوم وژنو او کورني تشدد پرضد ۱۶ ورځنی کمپاين پېل کړی چې د لارې يې په خلکو کې پوهاوی خور کړي.

ويل شوي په کمپاين کې به په پوهنتونو کې او د جينکو په ټولو کالجونو کې غونډې راجوړولی شي او د صوبې په ټولوسکولونو کې به د ښځو د حقونو د ساتنې په موخه پروګرامونه کولی شي.

پاکستان کې د بشري او ښځو د حقونو دپاره کارکوونکې ادارې وايي، د غېرت په نوم د وژنو زياتره پېښې نه رپوټ کيږي او ډېر خلک دغه ډول پېښې پټې ساتي او ډېرې ښځې بيا د خپلو حقونو څخه نه وي خبر ځکه هغوي هم غلې پاتې کیږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG