لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې ښځینه خبریالانې له تاوتریخوالي څخه سرټکوي


د ژورنالیزم د څانګې ښځینه کارکونکې د خپل کار په ډګر او له کار څخه د باندې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

صایمه منیر چې په پېښور کې یې د خبریالې په توګه کار کړی وايي، د خواشینۍ ځای دی چې د کلونو له تېرېدو سره سره بیا هم د ښځینه خبریالانو لپاره د کار کولو مناسب چاپېریال نه دی چمتو شوی.

(مونږ د نویمې لسیزې په نیماي کې خبریالي پیل کړې وه. هغه مهال به سړیو راسره د خپل دودیز زهن له مخې ناوړه چلند کاوه. ښځینه خبریالانو به په مینا بازار او دې ته ورته مسلو باندې کار کاوه. هر کله چې ما سیاسي لیکلنې پیل کړې نو خلکو به ویل چې دا هغه نه لیکي بلکه دا یې بیرو چیف یا د دفتر مشر لیکي. اوس د ښځو لپاره څه نا څه سپېس پیدا شو خو زمونږ د نارینه خبریالانو زهنیت اوس هم هغه پخوانی زهنیت دی.)

صایمه منیر وړاندې وویل، اوس هم خلک تیار نه دي چې ښځه خبریاله شي او اوس هم د خپل کار په ځای کې د نارینه خبریالانو لخوا له تاوتریخوالي سره مخ کېږي او سپک ورته کتل کېږي.

دې زیاته کړه، ښځینه خبریالانو سره ناوړه چلند کېږي او حتی که حکومتي ادارو ته د کوم څېړنیز راپور جوړولو لپاره هم ولاړې شي نو هغه ډول رویه ورسره کېږي څنګه چې یوې عامې ښځې سره کېږي.

له یوه شخصي تلویزیوني چاینل سره د بېرو چیف په توګه کارکونې فرزانه علي وايي، دې ته دا تاثر ډېر روښانه ښکاري کله چې هغه یو نارینه کارکونکي ته د کوم کار خبره وکړي.

هغې دا هم وویل، چې فزیکي تاوتریخوالی خو نه وي خو روحي فشارونه وي ځکه څرنګه چې یو نارینه مشر ته اهمیت ورکول کېږي هغسې ښځې ته نه ورکول کېږي.

(تاسو پوهېږي چې په دې ټولنه کې نارینه زور او واک لري او چې ښځه خبرې کوي نو سړي هغې ته سپک ګوري او بیا چې ښځه مشره وي نو نارینه کارکونکي بیا وايي چې ښځه ورباندې ولې امر کوي او دا مې هم اورېدلي دي چې ځینې وايي، هغه یوه ښځه ده نو دومره یې خبره مه منئ.)

په پاکستان کې د خبریالانو د ازادۍ د ادارې (فریډم نېټ وارک) مشر اقبال خټک وايي، په یوې ټولنه کې د ښځې کارکول اوس هم نه منل کېږي او له همدې امله د زیات تاتریخوالي ښکار کېږي او زیاتې کورنۍ د خپل ځان او خپلې کورنۍ د عزت لپاره په داسې مسلو چپ پاتې شي.

(زمونږ په ټولنه کې خلک له سره دا نه مني چې ولې دې یوه ښځه خبریاله وي. له هغې سره په کتلو، وینا او نورو وسیلو باندې تاوتریخوالی کېږي. داسې یو قانون شته چې له مخې یې د کار په ځای کې له ښځو سره تاوتریخوالي کونکو ته پکې سزا ورکول کېږي خو په رسنیو کې داسې کمېټې نه دې جوړې شوي چې له مخې یې دغه ډول کسانو ته سزا ورکړل شي.)

د بل لپاره د اواز پورته کونکې ښځینه خبریالانې په خپله د سخت زهني فشار، نفسیاتي تاوتریخوالي او د صنفي تعصب له رویو سره مخ کېږي خو په ادارو کې اوس هم د هغوی کار سم نه منل کېږي او ورته د کارکولو غوره چاپېریال نه دی جوړ شوی او له همدې امله دوی په خپلو مسلو چپ پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG