لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې لپاره دوولس کسیزه مذاکراتي ډله اعلان کړه


واشنګټن ډي سي ــــ افغان ولسمشر اشرف غني وایي حکومت یې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره تګلاره جوړه کړې چې په هېواد کې یې اوولس کلنه جګړه نوره پای ته ورسېږي او دا خبرې به د حکومت نوې مذاکراتي ډله پر مخ بیایي.

ولسمشر غني نن د شورو- چارشنبې په ورځ په جنېوا کې د افغانستان په اړه دوه ورځني کانفرنس ته د وینا په مهال وویل، چې په ملي کچه یې تر پراخو سلا مشورو وروسته د سولې د خبرو لپاره نقشه او تګلاره جوړه کړې ده.

ښاغلي غني په ډاډ سره وویل، حکومت یې اوس دې ته تیار دی چې د افغانستان د سولې د بهیر یوه بل پړاو ته ور داخل شي. وایي په دې پړاو کې به د یوه قرارداد غوښتنه وکړي چې له مخې یې وسلوال طالبان له جمهوري او ټولنیز بهیر سره یو ځای شي.

افغان ولسمشر وایي له طالبانو سره د خبرو لپاره ټول شرایط په پام کې نیول شوي دي، چې وایي په هغوی کې د افغانستان د ټولو خلکو خصوصاً د ښځو آییني او اساسي حقونه باوري کول، له نړیوالو ترهګرو ډلو د طالبانو بېلتون، د اساسي قانون منل او له وړاندیز سره سم بدلونونه پکې راوستل دي. ولسمشر غني پخپله وینا کې وویل:

"موږ د مذاکراتو لپاره دوولس کسیزه ډله جوړه کړې چې د ښځې او سړي دواړه پکې شامل دي او د دې ډلې مشري به د ولسمشرۍ د دفتر مشر عبدالسلام رحیمي کوي. موږ د سولې مشورتي بورډ هم جوړ کړی چې مذاکرات پر مخ بوځي".

ولسمشر غني چې غواړي د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته بیا و درېږي، وویل چې د 2019م کال په اپرېل کې کېدونکې ټاکنې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو د بریالیتوب لپاره مهمې وګڼلې:

"افغان ولس یوه داسې منتخب حکومت ته اړتیا لري چې د سولې د قرارداد د عملي کېدو واک ولري او د ټولنیزې پخلاینې د بهیر مشري وکړي او دا لږ تر لږه پینځه کاله غواړي".

ولسمشر غني په جنېوا کې دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دویم ځل په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې. خلیلزاد له طالبانو او افغان حکومته وغوښتل چې د خبرو اترو لپاره خپلې مذاکراتي ډلې جوړې کړي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه دا نه دي ویلي چې دوی به له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کوي او ټینګار کوي چې له افغان حکومت سره د خبرو د پیلولو شرط یې له افغانستانه د امریکايي او نېټو ځواکونه وتل دي.

د جنېوا په غونډه کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې کړې او د سولې په اړه یې د خپل حکومت تګلاره روښانه کړې ده. ښاغلي عبدالله ویلي چې د جنېوا په غونډه کې ډېرو هېوادونو افغانستان ته له وسلوالو طالبانو سره په خبرو کې د منځګړتوب وړاندیز کړی چې وایي افغان حکومت یې هرکلی کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG