لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طاهر داوړ وژنه- پټ غل باچا دی


په پاکستان کې د خېبرپښتونخوا د پوليسو يو پښتون افسر طاهر داوړ د پايتخت اسلام آباد نه ورکېدلو او د هغه مړی د پولې پورې غاړه افغانستان کې موندلو په سوشل مېډيا تاؤده بحثونه پارولي.

ځينونو خلکو دا پوښتنې پورته کړي چې څنګه د اېس پي د کچې يو لوي پوليس افسر د اسلام آباد په څېر يو پر امنه ښار نه ورکېدی شي؟

نور وايي دا امکان هم شته چې د پاکستان د ښمنانو د رياست سره د جنګولو په خاطر پښتون افسر طاهر داوړ وژلي وي چې د رياست په ضد پورته شوي پښتانه احتجاجونو له نور زور ورکړي او په پاکستان کې ورسره اړی ګړی زيات شي.

خو بيا د پاکستان په استخباراتي ادارو ګوته اوچتيږي چې دوي چرته وو چې داسې يو لوي پوليس افسر د اسلام آباد نه ورک شو او په بې رحمۍ ووژل شو.

دې بحثونو راته د خپل زوړ کلي د وارث ګل کاکا او باز ميا په يو بل د دعوو قيصه راياده شوه.

زمونږه په زوړ کلي کې د بازميا او وارث ګل کاکا د پولې پټي لانجه وه،

بازميا په ناحقه د وارث ګل په پټي دعوه کړې وه او هره حربه يې کاروله چې وارث نه مقدمه وګټي.

وارث ګل ساده سړی وو په ډېرو قيصو نه پوهېدو خو پخپله خبره کلک ولاړ وو.

باز ميا خپل پوره وس وکړو خو خبرې سمون نه خوړ، آخېر يې وارث ګل کاکا ته يو نوی چل جوړ کړو.

د ژمې اوږدې شپې وې سحر چې د کلي خلک له خوبه پاڅېدل نو د باز ميا ځامنو کار کړی وو او وارث ګل ته يې لټ ښخ کړی وو.

د بازميا د کوټو چنې د پټي لور ته وې زامنو يې خپلې کوټې ته پخپله سوری کړی وو او د کنډر وهلو دعوه يې په وارث ګل او د هغه په وروڼو وکړه.

پوليس چې د پېښې ځاېې له ورغلل نو ريښتيا په پټي کې د پښو چاپونه د وهل شوي کنډر نه د وارث ګل د کور پلو تللي وو.

پوليسو پرچه په وارث ګل وليکله او هغه غريب يې وچ په ناحقه په جېل کې بندي کړو.

وارث ګل له قهره سور وو خو د خپل سپيناوي هېڅ ثبوت ورسره نه وو. عدالت ورته څو مياشتې سزا او په زرګونو روپۍ جرمانه واوروله.

وارث ګل څو مياشتې وروسته له جېله خلاص شو خو باز ميا ته يې په زړه کې اچولې وه.

څو ورځې لا تېرې نه وې چې د وارث ګل دکور کنډر هم وشو، او دعوه يې هم په باز ميا او دهغه په ځامنو وکړه.

پوليس د کلي مشرانو سره د وارث ګل کنډر له ورغلل.

تانېدار چې د وارث ګل د کنډر د نزدې نه جاج واخستلو نو چيشمې يې پوزې ته راکوزې کړې او وارث ګل ته يې ډېر په قهر وکتل، او وې ويل،

" وارثه!غل دې له خپله کوره دی"

د کلي ټول خلک حق حېران شول.

تانېدار د کلي مشرانو ته ووېل، دا وګورۍ د کنډر وهلو په وخت ټوله خاوره کوټه کې دننه پرته ده. کنډر د کوټې د دننه نه شوی دی، ځکه خو ټوله خاوره په کوټه کې پرته ده.

وارث ګل کاکا سرښکته کړې وو په زمکه يې کرښې راښکلې.

د هغه په سادګۍ د کلي ټولو خلکو ملنډې کولې چې د باز ميا نه د بدل اخستلو په خاطر يې خپل کنډر پخپله وهلې وو.

اوس نو معلومه نه ده چې د طاهر داوړپه وژنه کې به د وراث ګل کاکا د کنډر لوبه چا کړې وې، هغه د چا خبره "پټ غل باچا دی"

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG