لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنیوا کانفرانس: نړیوالو د افغانستان سولې او پرمختګ لپاره د مرستې ډاډ ورکړ


واشنګټن: په جنیوا کې د افغانستان په اړه د نړیوال کانفرانس په ترڅ کې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې او پرمختګ لپاره کلکې ژمنې کړي خو په دغو خبرو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

ګډونوالو دغه ژمنې په یوې اعلامیه کې ښودلې چې غټ ټکي یې په دې توګه دي.

په بیان کې راغلي دي چې په افغانستان کې د سولې د ترلاسه کولو په اړه نوی تمرکز رامنځ ته شوی.

ګډونوالو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې لپاره خپل ژمنتوب په ډاګه او بیا تایید کړ، څرنګه چې یې د ۲۰۱۸ په فبروري کې د سولې او امنیت د همکارۍ لپاره کړې وه.

ګډونوالو موافقه وکړه چې د سولې د ټولنیزو -اقتصادي اړتیاوو په پوره کولو کې به همکاري کوي.

ګډونوالو همدارنګه په شخړه کې پر ټولو ښکیلو خواوو غږ وکړ چې ملکي وګړي د تاوتریخوالي او جنسي ناوړه ګټه اخیستنې څخه وژغوري، او له ملکي شیانو لکه ښوونځیو او روغتیای ي کلینیکونو څخه د بشرپالنې د نړیوال قانون سره سم ساتنه وکړي.

ګډونوالو د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د یوه لوی ګواښ په توګه د افغانستان په مختلفو برخو کې د داعش د بریدونو په ګډون د ترهګریزو بریدونو په اړه اندیښنه وښوده.

ګډونوالو تایید کړه چې حکومت د افغانستان د سولې او پرمختیا د ملي چوکاټ په برخه کې پرمختګ کړی دی او د دې لپاره چمتو دی چې د ملي لومړیتوب لرونکي خپل پروګرامونه عملي کړي.

په بروکسل کې د ۲۰۱۶ کنفرانس په دوام، نړیوالې ټولنې تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان د پراختیایي لومړیتوبونو لپاره د۲ . ۱۵ بیلینو ډالرو مرستې او د لیږد لسیزې په اوږدو کې یې له تدریجي کموالي سره په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د مستقیم مالي ملاتړ ژمنه وکړه.

ګډونوالو د اندیښنې په څرګندولو سره د غربت او د بېکارۍ د ډیریدلو یادونه وکړه، چې پر ډیری ځوانانو ې ناوړه اغیزه کړې او د نفوسو د چټک زیاتوالي سره لا زیات شوي دي.

د غیر قانوني اقتصاد یوه برخه، په تیره بیا د مخدره توکو تولید او د هغه اړوند سوداګري د ۲۰۱۶ کال راهیسې د پام وړ زیاته شوې چې جګړه مخ ته بیایي او ترهګري تمویلوي، د قانون حاکمیت اغیزمنوي، فساد ته لمن وهي او په هیواد او نورو سیمو کې د خلکو روغتیا ننګوي.

ګډونوالو له لوږې سره د خلکو د مخ کیدو او د دوی د بیځایه کیدو په ګډون د وچکالۍ د لنډ مهاله اغیزو او ستونځو دحل ژمنه وکړه.

د دغه کنفرانس په درشل کې، افغانستان هم د شپږو معیارونو پر پوره کولو توافق وکړ چې په هغو کې د رڼو، عادلانه او باوري پارلماني ټاکنو ترسره

کول؛ د اداري فساد پر وړاندې مبارزه پر مخ وړل، د امنیت سکتور

اصلاح کول، په ځانګړې ډول د بایومټریک له لارې د پولیس پرسونل د راجسټریشن بشپړول او د پیسو د نړیوال فنډ یا IMF د معیارونو پوره کول دي.

د جنیوا د کانفرانس د بشپړې اعلامیې لپاره په لاندیني لینک باندې کلېک کړئ.

جنیوا کانفرانس

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG