د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج ویلي چې هېواد به یې په پاکستان کې د سارک په کېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي.
د هندي وزیرې دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې پاکستان پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ د کرتارپور د پولې د پرانستې بنياد اېښودی او یادې دستورې ته د هند نه پلاوی هم راغلی ؤ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي ؤ په اسلام اباد کې کېدونکي د سارک په غونډه کې د ګډون بلنه به د هند وزيراعظم نريندرا مودي ته ورکوي.
خو د يادې غونډې نېټه نه ده ټاکل شوې.
سوراج په ياده غونډه کې د مودي د ګډون کولو پوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
هغې د کرتار پور د پولې د پرانستې هرکلی کړی خو ورسره يې ويلي چې د دې تعلق د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي خبرو پېل کېدل نه دي.
هغې ویلي چې څو پورې پاکستان په هند کې ترهګري نه وي ودرولي دوي ورسره خبرې نه کوي.
هغې دا هم ويلي چې د کرتا پورې د پولې د پرانستو خبره دوي شل کاله وړاندې کړې خو دوي په دې هم خوشحاله دي چې پاکستان دې ته اوس مثبت ځواب ورکړو.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په واک کې د راتلو وروسته ويلي ؤ چې د هند په ګډون د ګاونډي هېوادونو او امریکا سره به ښې اړيکې ولري.
خو هند په پاکستان د ترهګرۍ تورونه لګوي او پاکستان دغه تورونه ردوي.
د سشما سوراج تازه بيان ته پاکستان په رسمي ډول غبرګون نه دی ویلی.