د جميعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، د پاکستان مرکزي حکومت له هند سره د اړيکو ښه کولو لپاره لاره پرانستې ده خو له افغانستان سره د لارو پرانستلو ته تيار نه دي۔
نوموړي دا خبري د جميعت علمای اسلام (ف) مرکز کې د حقوق قبائل په نوم جوړ شوي کانفرنس ته کړي دي۔
په دغه موقع باندې چي سياسي مشران، قبائلي ملکانان او د ژوند نورو طبقو سره تړاو لرونکي کسان موجود وو، مولانا فضل رحمان د عمران خان د حکومت په پاليسو سختې نیوکې وکړې.
هغوي ویل، چي مرکزي حکومت د ګاونډي هيواد هندوستان سره د دوه اړخيزو اړيکو ښه کولو لپاره د کر تار پور راهداري پرانستي ده ولي د دي باجود هند نه غواړي چي پاکستان سره ښې اړیکې ولري.
هغوي زياته کړه چي ددې بل لوي ثبوت څه کيدلی شي چي تيره ورځ د هندوستان حکومت پاکستان کې کيدونکي سارک کانفرنس کې ګډون کولو نه انکار وکړو.
مولانا فضل الرحمان وويل، چي مغربي ګانډي هيواد افغانستان سره په پوله موجودې لارې بندي دي او مرکزي حکومت له افغانستان سره راهدارې پرانستل نه غواړي۔
نوموړي زیاته کړه، چي د کشميرمسله خيره کړای شوېده ولې په قبائلي سيمو کې د وېرې پيدا کولو کوښښ کېږي.
د جميعت علمای اسلام (ف) مشر دا هم وويل، چي د تېرو څلوېښتو کالو راهېسې په دې خطه کې د پښتنو ويني توی شويدي، ايا په قبائلي سيمو او افغانستان کې عام ولس ته په امن کې ژوند تيرولو حق نه دی حاصل؟
د پخوانۍ فاټا د انضمام په اړه مولانا فضل الرحمان وويل، چي تير وفاقي حکومت په خيبر پښتونخوا کې د قبائلي سيمو د ضم کولو په معامله کې د بېړې نه کار اخېستی دي او اوس حکومت ته د قبائلي سيمو انتظام چلولو لار نه ده معلومه۔
هغوي زياته کړه چي قبائلي ضلعو نه خاصدار فورس ختم کړای شوی ولې قبائلي ولس د هېواد نورو برخو په شان پوليس نظام په پخوانئ فاټا کې نافذ کولو تا تيار نه دي۔
د قبائلي علاقو مالي انتظام په اړه نوموړي وویل، چي د ایني ترميم وروسته قبائلي علاقې په صوبه کې ضم کړای شويدي ولې نه صوبائي حکومت د قبائلي ولس لپاره په بجټ کې برخه بيله کړې او نه وفاقي حکومت اين ايف سي ايوارډ کې ورته حصه ورکړې ده۔
وائس اف امريکه ډيوې ته په خپلو خبرو کې د جميعت علمه اسلام (ف) د ٖقبائلي سيمو لپاره ټاکل شوي امير مفتي عبدالشکور وويل، چي هغوي به يو لویه جرګه جوړوي او په سر ښار اسلام اباد کې د فاټا انضمام او د هغې نقصاناتو په ضد با غونډه کوي.
هغوي زياته کړه چي د قبائلي ولس يو ځانګړی تاريخ او پيژندګلو ده نو په کار ده چي د يادو علاقو ولس لپاره جدا صوبه جوړه کړاې شي۔
ياده دې وي چي تير وفاقي حکومت په ائين کې د پينځويشتم ترميم کولو سره پخوانۍ فاټا په خيبر پښتونخوا کې ضم کړيده ولې جميعت علمای اسلام (ف) او ځینې نور ګوندونه د انضمام مخالفت کوي۔۔۔۔۔۔۔