لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان غریبي ختموي که دشیخ چلي په لار روان دی؟


Imran Khan
Imran Khan

دپاکستان د وزیراعظم عمران خان اعلانونه اؤ پلانونه هم ناویاته اؤ عجیبه وي چې زیاتره وخت په سوشل میډيا دخلکو ترمینځ خوندور بحثونه راپاروي، چرته که سیاسي مخالفین دهغه په څرګندونو ریشخند وهي نو هلته د هغه د ګوند فعالین دخپل مشر په صفایانو ورکولو نه ستړي کیږي.

دعمران خان د “یوټرن “په هکله دا بیان لا په رسنیو دبحثونو لاندې ؤ چې کوم خلک دخپلې خبرې نه پشا نه شي هغه هډو عظیم لیډر نه شي جوړیدلی چې اوس یې د چرګانو اؤ هګیو دلارې دغریبۍ ختمولو فارمولې نوي طنزیه بحثونه په ټولنیزو رسنیو راپارولي.

دحکومت د سلو ورځو دکارکردګۍ ښودلو په اړوند جوړې شوې دستورې ته پرون وزیراعظم ښاغلي خان پخپله وینا کې یو داسې پلان وړاندې کړی چې امله به د چرګو دلارې هېواد کې په غربت قابو موندلی شي.

هغه پخپله دغه وینا کې ویلي چې د کلیوالو ښځو دپاره یې د پېسو ګټلو زبردسته لاره لټولې ده اؤ دغه لاره یې دا ښودلې چې ښځو له به دکورنیو چرګو هګۍ اؤ بچي ورکولی شي اؤ هغې دلارې به دغه ښځې دغربت نه د وتلو جوګه کیږي.

عمران خان ویلي دي چې دغه پروژه د وړاندې څخه ازمایل شوې ده اؤ په دې زیاتې سرمایې لګولو ته هم اړتیا نشته “مونږ به دغو چرګو ته ستنې وهو،چرګې به غوښنې کیږي”

هغه ویلي که ښځې کورنۍ چرګې وساتي نو کولی شي چې سبا ددغو چرګو هګۍ اؤ چرګې وپلوري اؤ پیسې پرې وګټي “زمونږ دا ټولې هڅې د غریب اولس د ژوند دکچې لوړولو دپاره دي”

په سوشل میډیا د عمران خان په دغه پلان دهغه سیاسي مخالفینو سخت ریشخند وهلی اؤ دعمران خان دا پروژه یې دشیخ چلي د خیالي پروژې سره تشبیه کړې ده.

د مسلم لیګ نواز ډلې یو مشر اؤ د ریلوی پخواني وزیر په ټوئټر لیکلي کورنۍ چرګې-دطاقت ستنې-هګۍ -دهګیو څخه چرګې اؤ بیا په هر لوري چرګې ! واه واه واه دشیخ چلي اعلان اؤ خوشحالي.

د سپینه په نوم د ټولنیزو رسنیو یوې فعالې لیکلي عمران خان به سړو له کټي اؤ ښځو له چرګې اؤ هګۍ ورکوي ،دهګیو نه به چرګې پیدا کیږي بیا به چرګۍ هګۍ راوړي ،دچرګانو فارمونه به جوړیږي،بیا به کټي‌ لوئیږي اؤ غوښه به یې خرڅیږي اؤ بیا به یوتهیان( دعمران خان دګوند زلمي) علیمه باجي(دعمران خان دخور)په څېر ارب پتیان کیږي.

هغه وړاندې لیکي چې د یو کروړ نوکریو بندوبست وشو اؤ اوس به ډير زر د شهدو نهرونه هم وویستل شي

د درویش په نوم یو مدني فعال لیکلي د کورنیو چرګو د هګیو پلورل یو غوره پلان دی خو یو ستونزه لري چې که چرې دا چرګې کوړکې شي نو دهیواد د معیشت به څه کیږی؟

د عمران خان د چرګو اؤ هګیو په منصوبه که هرڅو دهغه سیاسي مخالفینو ریشخند وهلی خو شاوخوا دوه کاله وړاندې هم دغسې یوه منصوبه د نړۍ شتمن شخص بل ګیټس هم وړاندې وه اؤ پخپل بلاګ یې لیکلي وؤ چې که چرې هغه پخپله هم یو غریب سړی وی نو د چرګانو په پاللو به یې دځان دمالداره کولو هڅه کړې وه.

عمران خان په واک کې له راتلو وړاندې قام ته دخپل حکومت دسلو ورځو پلان وړاندې کړی ؤ اؤ دایې هم ژمنه کړې وه چې یو کروړ خلکو ته به نوکرۍ اؤ پنځوسو لکو خلکو ته به کورونه ورکوي خو دهغه سیاسي مخالفین اؤ څیړونکي وایي چې عمران خان پخپله دغه ژمنه کې په پشپړ ډول ناکام شوی دی.

په پاکستان کې د عمران خان دحکومت راتلو سره سم د ډالر نرخ ختلی چې له امله یې هر شی ګران شوی، دګیس اؤ بجلۍ نرخونه ختلي اؤ په ضمني بجټ کې په خلکو اضافي ټیکسونه هم لګول شوي دي.

خو تحریک انصاف ګوند دعوې کوي چې هغوئ په سلو ورځو کې زیات بریالیتونه ترلاسه کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG