لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د ۱۰۰ ورځو حکومتي فعاليت ته د مخالفه ګوندونو غبرګون


د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپلو سلو ورځو د حکومت فعاليتونه ياد کړي چې کوم ګامونه يې پورته کړي او کاميابۍ يې ترلاسه کړي خو مخالفه ګوندونو پرې سختې نيوکې کړې او ناکامه حکومت يې بللی دی.

د وزیراعظم عمران خان په وېنا د ۱۰۰ ورځو فعاليت

پاکستان وزيراعظم عمران خان د خپل حکومت د ۱۰۰ ورځو د فعاليت (کارکردګۍ) په اړوند په خپله وېنا کې ويلي، د ملک نه د غبن د لارې د لوټ کړی شوؤ پېسو په اړوند يې د ۲۶ هېوادونو سره يادداشتونه لاسليک کړي دي.

هغه ويلي په ملک کې د يو شان نظام تعلیم دپاره يې کميټي جوړه کړې او د دولتي روغتونونو په نظام کې يې اصلاحات کړي دي.

خان ويلي نېب يوه ازاده اداره ده، مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) د ۳۷۵ اربه روپو جعلي اکاؤنټونه مالوم کړي، او په اېف بي ار کې اصلاحات کوو.

د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې د حکومت د ۱۰۰ ورځو د فعاليت د احوال وړاندې کولو په موخه راجوړې غونډې ته د وزیراعظم سره د خزانې وزير اسد عمر په وېنا کې د بجټ خسارې خبرې وکړې او په راتلونکې کې يې د ځينې پروسو ژمنې وکړې.

د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په خپله وېنا کې د هند سره د کرتارپور پوله پرانستل، د سعودي عرب نه د پېسو اخيستو، د چين او متحده عرب اماراتو مالي مرستو يادګېرنه کړې ده.

د حکومت مخالفه (اپوزيشن) ډلو د عمران خان په وېنا او ۱۰۰ ورځو په کارکردګۍ سخت ټکونه کړي دي.

د مخالفه ګوندونو غبرګون

د مسلم ليګ (ن) وياندې مریم اورنګزېب ویلي عمران خان د سلو ورځو د کارکردګۍ اورولو په ځای د نورو سلو ورځو پروګرام وړاندې کړو.

"قام په تمه ؤ چې هغه کارکردګي چرته ده؟ په دې اړوند به يې کله څه وايي؟ وزیراعظم د مېښو وروسته اوس د کټيانو، کورنيو چرګانو، جينګو او اسلامي سېلګرۍ د لارې ملکي معيشيت سموي".

هغې ويلي مسلم ليګ ن به د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د سلو ورځو ناکامۍ او رښتيا قام ته وړاندې کوي.

د پاکستان پيپلز ګوند شېري رحمان ويلي، دا سل ورځې د کنټېنر نه د کچکول پورې سفر دی، هيڅ قانون سازي نه ده شوې، يواځې مېښې خرڅې شوي او ګراني نوره سېوا شوې ده.

"خلک د يو کروړ نوکريانو او ۵۰ لاکه کورونو په اړوند مالومات غواړي، حکومت په درېو مياشتو کې د تعليم او صحت برخې په بشپړ ډول د پامه غورځولي دي".

د عوامي نيشنل ګوند زاهد خان ويلي، "يو حکومت چې په سلو ورځو کې د قامي اسمبلۍ قايمه کميټي جوړه نه کړه هغه به اولس ته څه خېر ورسوي؟ په سلو ورځو کې مرکزي او صوبايي حکومتونو په عام اولس بېساری بوج اچولی، د تېلو، ګېس او بجلې بیې سېوا شوي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG