لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې به ډالر نور هم ګرانيږي، کارپوهان


اقتصادي کار پوهان د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ د قدر نور کمېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې د حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د قرض د خبرو نه کاميابېدو له امله روپۍ نوره غورځېدلې ده.

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر نن د جمعې په ورځ ۱۴۲ ته رسېدلی او وروستو ويل شوي چې ډالر لږ راکم شوی دی. پرون د ډالر قيمت ۱۳۴ روپۍ ؤ.

د ډالر د قدر سېوا کېدو علت

د اقتصادي چارو کارپوهه حق نواز وايي پاکستان چې د ايي اېم اېف نه کوم قرض اخلي د هغې په شرطونو کې هم د روپۍ د قدر کمېدو ويل شوي دي.

بل لور ته پاکستانۍ ميډيا هم د ډالر قدر ناڅاپه سېوا کېدل د ايي اېم اېف نه د قرض اخيستو د شرطونو نتيجه ښايي.

خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دې خبرې تاييد نه دی کړی.

ځیني راپورونه وايي ښايي چې پاکستان د قرضې اخیستو په لړ کې د ايي اېم اېف شرطونه مني او د ډالر قدر سېوا د هغې لړۍ ده.

د حکومت دريځ

د پاکستان د خزانې وزير اسدعمر د ډالر په مقابله کې د روپۍ د قدر کمېدو علت د تېر حکومت غلطې پاليسۍ ګڼي.

عمر وايي د ډالر د قيمت د زیاتوالي بنيادي وجه طلب او رسد دی مطلب چې د ډالر غوښته سېوا او راتګ يې کم دی، هغه وايي په تېر وخت کې په مصنوعي ډول د روپۍ قدر په ځای ساتل شوی ؤ.

عمر دا هم وويل چې تېر کال د کرنټ اکاؤنټ خساره ۱۹ اربه ډالره وه.

د ډالر د بيعې اغېزې

په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوؤنکو د اتحاديې مشر ملک بوستان هم وايي چې د روپۍ قدر د ډالر په مقابله کې راکم شوی او دا به د پاکستان دننه د بنيادي ضرورتونو نه علاوه په بهرنیو قرضو کې اضافه وکړي او اغېزې به يې په عام اولس وي.

د مخالفه ګوندونو غبرګون

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ډلو د ډالر د قدر په سېوا کېدو سختې نیوکې کړي دي.

د مسلم ليګ ن ګوند ویاندې مريم اورنګزېب ويلي د ډالر د قدر سېوا کېدو سره به ډېره زیاته ګراني راشي، او هغې په ټويټر ویلي، قام ته د ددرغو ويلو او دهوکې ورکولو په سر دې د عمران خان حکومت مستعفي شي.

هغې ویلي وخت او حالات ګواښي ورکوي چې د چرګې او د اګۍ سرکار به ونه چليږي او د حکومت چلول او د قام مسلې هوارول د عمران خان د وس خبره نه ده.

د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټر مصطفی کهوکهر ویلي، د ډالر بيعه سېوا کېدل د معيشيت بربادي ده او د عمران خان سونامي لګيا ده ملک تباه کوي.

مخالفه ګوندونو د عمران خان د ۱۰۰ ورځو په کارکردګۍ هم سخت ټکونه کړي دي.

په نوي حکومت کې ډالر څومره ګران شوی

په پاکستان کې د جولايي د عامو انتخاباتو نه وړاندې ډالر په ۱۰۲ روپۍ وو، کوم چې په نګران حکومت کې ۱۳۰ روپو ته رسېدلی ؤ او د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د راتلو وروسته ډالر دا وخت نزدې ۱۴۰ روپو ته رسېدلی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG