لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر او محسن داوړ ایف ای اې نیولي او د دوی نومونه یې اي سي ایل ته اچولي


واشنګټن ډي سي ــــ د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښه فعالین علي وزیر او محسن داوړ د پېښور په باچا خان هوايي ډګر کې دوبۍ ته له دې امله له تلو را ګرځول شوي چې وایي د دوی په ضد د صوابۍ جلسې مقدمې درج دي.

د مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) چارواکو له دوی څخه پاسپورټونه اخیستي او دوی ته ویل شوي چې په اې سي ایل کې د دوی د نومونو د اچول کېدو له امله له هېواده بهر سفر نه شي کولای.

خو د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، چې د صوابۍ جلسې د ایف ای آر په خلاف عدالت دوی ته تر نیولو مخکې ضمانت (بي بي اې) ورکړی چې د نومبر په 13مه نېټه منل شوی هم دی. علي وزیر وایي:

"موږ اووه ملګري دوبۍ ته تلو، د امیګرېشن په څانګه کې راته وویل شول چې ستاسې [علي وزیر او محسن داوړ] نومونه پرون [29 نومبر] په اي سي ایل کې اچول شوي، موږ ته وایي چې د ای جي پښتونخوا [د پولیسو د مشر] په امر ستاسې نومونه اي سي ایل ته اچول شوي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د علي وزیر او محسن داوړ پر سفر په بندیز اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې تل د سیاستوالو حتی د وزیراعظم په ضد هم مقدمې شوي، خو تر ننه څوک له هوایي ډګره نه دي را ګرځول شوي، مګر د پښتنو د حقونو مبارزین له سفره را ګرځول شوي دي. منظور پښتین پر فېسبوک لیکلي:

"د توپیري چلند انتها ده، اوس تازه د هند اوسېدونکي له ویزو پرته پاکستان ته را پرېښوول شول، خو نن د دې ځای اوسېدونکي بلکې د قومي اسمبلۍ غړي یواځې او یواځې له دې امله له سفره را ګرځول شوي چې دواړو د پښتانه وطن د بنیادي او آییني حقونو لپاره ږغ پورته کړی دی".

د منظور پښتین په وینا چې د غورځنګ دغه دوه ملاتړي مشران یې د ایف ای اې چارواکو نیولي او د پېښور په حیات اباد کې یې خپل دفتر ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره بوولي دي. محسن داوړ له وي.او.اې ډیوې سره په خبرو کې وویل، کېدای شي ایف ای اې چارواکي تر پوښتنو ګروېږنو وروسته دوی پولیسو ته وسپاري:

"کله چې دوبۍ ته زموږ د تګ خبر پر سوشل مېډیا خپور شو، له هغه وروسته دوی زموږ نومونه په اي سي ایل کې اچولي دي، خو دوی به تر څو موږ له خپلو خلکو لرې وساتي، که د دوی دا خیال وي چې دا خلک به ووېروم او ستړي به یې کړم او زموږ د جنګ کاروبار به روان وي نو دا خوب کتل دې دوی نور پرېږدي".

منظور پښتین پر خپلو پلویانو ږغ کړی چې په حیات اباد کې د ایف ای اې د دفتر مخته د علي وزیر او محسن داوړ د نیول کېدو په ضد احتجاج وکړي.

د پښتونخوا حکومت او پولیس چارواکو تر اوسه څه نه دي نیولي، چې د محسن داوړ او علي وزیر نومونه ولې په ایګزیټ کنټرول لیسټ کې اچول شوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د صوابۍ او د هېواد په نورو ښارونو کې د جلسو په ضد په وار- وار مقدمې شوې دي او د قومي اسمبلۍ د دغو دوو غړو په ګډون د غورځنګ نور مشران هم پکې په دې تورن شوي چې وایي د ریاستي ادارو په ضد یې ویناوې کړې دي.

د اکتوبر په 12مه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې او په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعاله ګلالۍ اسماعیل هم له لندنه هېواد ته د را ستنېدو په وخت د اسلام اباد پر هوایي ډګر د ایف ای اې چارواکو د پوښتنو ګروېږنو لپاره څو ګنټې کښېنولې وه او بیا په ضمانت را خوشې شوه، خو پاسپورټ یې لا اوس هم له ایف ای اې سره دی او نوم یې له اي سي ایل څخه نه دی ایستل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG