د امریکې کاروباري مجلې فوربز د کال ۲۰۱۸م د نړۍ د ۷۵ پياوړو یا طاقتورو شخصيتونو نوملړ جاري کړی چې پکې په اول سر کې د چين صدر او په ۶۸م نمبر د پاکستان د پوځ سر لښکر شامل دی.
د نړۍ د طاقتورو شخصيتونو په نوملړ کې د روس صدر ولاديمير پيوټن په دوېم او د امریکا صدر ډانلد ټرمپ په درېم نمبر دی.
په ياد نوملړ کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي هم شامل کړی شوی دی.
په طاقتورو شخصیتونو کې په څلورم نمبر د جرمني چانسلره انګېلا مرکېل، په پينځم نمبر د امریکا د اېمازون کمپنۍ مالک جېف بيزس، په شپږم پوپ فرانسس او په اووم د نړۍ د غټې شخصي خېراتي ادارې مشر بل ګېټس دی.
په اتم د سعودي عرب وليعد محمد بن سلمان، په نهم د هند نريندرا مودي په لسم نمبر د ګوګل باني لېرې پېج او په ۱۳م نمبر د فېس بک باني مارک زګربرګ دی.
د فوربر ترمخه د پاکستان د پوځ مشر جنرل باجوه د نړۍ ۶۸م طاقتوره شخصيت دي.
په ياد فهرست کې د نړيوالې ګرځول شوې ترهګرۍ ډلې داعش د خپلسره خلافت مشر ابوبکر البغدادي په ۷۳م نمبر اچول شوی دی.