لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اعظم سواتي پرضد د ائين د ارټيکل ۶۲ لاندې مقدمه چلېدی شي، چيف جسټس


د اسلام اباد د پوليس مشر بدلولو د مقدمې په اورېدنه کې چيف جسټس ويلي، د پاکستان تحریک انصاف د وزير پرضد د ائين د ارټيکل ۶۲ (اېف ون) لاندې مقدمه چلېدی شي.

د اعظم سواتي پرضد په سپريم کورټ کې د ناجايزه قبضې او پوليس افسر د بدلولو اورېدنه نن د شورو، چهارشنبې په ورځ شوې ده.

د اعظم سواتي فارم هاؤس ته د غوا اوړېدل

د اکتوبر د مياشتې په وروستيو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) د مرکزي وزیر اعظم سواتي په اسلام اباد کې فارم هاؤس ته د يو غريب ګاونډي تن غوا اوړېدلي وو او بيا د پوليس مشر د سواتي په ټيليفون نه اورېدو بدل کړی شوی ؤ.

د ځايي ميډيا ترمخه د سواتي په وېنا وزيراعظم عمران خان د اسلام اباد پوليس مشر بدل کړی خو چيف جسټس په دغه مامله بيا خپل ځاني نوټس اخيستی ؤ.

د سواتي په شکايت او مقدمه کې د باجوړ سره تعلق لرونکې دغه تن د هغه ښځه ، پېغله لور او يو زوی بيا جېل ته اچول شوي وو.

د سواتي او غوا د مالک روغه او جي ايي ټي جوړول

سواتي او ياده کورنۍ وروسته عدالت ته وړاندې شوي او ويلي يې ؤ چې دوي په خپل مينځ کې روغه جوړه کړې ده خو سپريم کورټ د نومبر په سر کې د سواتي په اړوند د پلټنو دپاره ګډه پلټنيزه کميټي (جي ايي ټي) جوړه کړې وه.

د ځايي ميډيا ترمخه جي ايي ټي د تېر زيارت، پنجشنبې په ورځ عدالت خپل رپوټ وړاندې او د پوليس افسر په بدلولو کې يې سواتي تورن کړی ؤ.

د سواتي د عدالت نه بخښنه او د عدالت ځواب

اعظم سواتي عدالت ته ويلي د هغه په اړوند د جي ايي ټي دريځ سم نه دی، او د ځايي میډيا ترمخه عدالت د اعظم سواتي معافي نامه نه ده قبول کړې.

وروسته د هغه وکيل ويلي چې که د ائين د ارټيکل اېف ون لاندې د سواتي پرضد د مقدمې جوړولو له دې وړاندې کوم مثال نشته، په ځواب کې عدالت ويلي دا مقدمه به مثال جوړ شي.

چيف جسټس مياثاقب نثار ويلي، اعظم سواتي د وخت حکمران دی، او تپوس یې کړی چې ايا د وخت واکمن د اولس سره دغه رنګ رويه کولی شي؟، هغه ويلي، ولې نه چې اعظم سواتي د ملک دپاره مثال جوړ کړو.

عدالت د ارټيکل ۶۲ اېف ون د مقدمې جوړولو دپاره خالد جاوېد او فېصل صديقي مرستيالان جوړ کړي چې وګوري چې مقدمه څنګه جوړېدی شي.

د پاکستان د ائين ارټيکل ۶۲ اېف ون

د پاکستان د ائين ارټيکل ۶۲ اېف ون شق وايي د پارليمان غړی به رښتونی او ایماندار (صادق او امين) وي. او سپريم کورټ روان کال په يوه اورېدنه کې ويلي ؤ چې څوک (صادق او امين) نه وي هغه بل تلعمري نااهله وي.

د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف د ائين د دغه مادې لاندې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی او د هغې وروستو د تحريک انصاف ګوند يو مشر جهانګير ترين هم عدالت نااهله ګرځولی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG