لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ: د پښتون ژغورنې غورځنګ بندي کسان له جېله په ضمانت را خوشي شول


واشنګټن ډي سي ــــ د پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغو فعالینو ضمانتونه منظور شوي او له جېله را خوشي شوي چې د دسمبر په لومړۍ نېټه یې د جېل مخ ته د خپل یوه بندي ملګري د خوشي کېدو لپاره احتجاج کاوه.

په نیول شویو 12 کسانو کې د دې تحریک یو فعال کس عبدالله ننګیال هم شامل وو. ښاغلي ننګیال له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، یو ملګری یې لا بند دی او یو یې پخوانی بندي ملګری ولایت شاه اپریدی دی، چې وایي د دسمبر په 12 به را خوشي شي. ننګیال تور لګوي چې په جېل کې د "سیاسي قیدانو" سلوک ورسره کېده:

"په جېل کې په وړو وړو کوټو کې بند کړو، پابندۍ یې په را ولګولې، ملاقاتونه یې راباندې بند کړل، موبایلونه یې رانه واخیستل"

پولیسو په ایف آی آر کې تور لګولی وو، چې وایي د پښتون تحفظ موومنټ کسانو په زوره د کوهاټ له جېله د خپل بندي ملګري د را خوشي کولو هڅه کوله او د ریاست په ضد یې نعرې وهلې، خو عبدالله ننګیال وایي، چې دوی لا هغه مهال احتجاج پیل کړی هم نه وو:

"موږ هلته څو ملګري په هوټل ناست وو د احتجاج تیاري مو کوله، چې یو څو کسان په ساده جامو کې راغلو، وروسته پولیس هم ورپسې راغلو، هغوی له موږ نه موبایلونه واخیستل او راته ویې ویل چې دلته دفع 144 لګېدلې ده، موږ یې په زوره ونیولو او جېل ته یې یووړو".

د پښتون تحفظ موومنټ فعالین وایي، د کوهاټ انتظامیې د مملکت د وزیر شهریار اپریدي د مشر ورور فدا محمد اپریدي په وسیله د دوی له مشرانو سره خبرې وکړې او یو نالیکلی تړون یې سره وکړ، چې په اساس به یې ولایت شاه اپریدی د دسمبر په 12مه خوشي کېږي.

د کوهاټ د جېل او پولیس چارواکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالینو د دغو تورونو او د ولایت شاه اپریدي د خوشي کېدو په اړه د شوي تړون په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د اوس لپاره د کوهاټ جېل مخ ته خپله احتجاجي ناسته پای ته رسولې، خو وايي که یې ملګری د دسمبر په 12مه را خوشي نه شو، نو دوی به بیرته د کوهاټ په ګډون د پاکستان په نورو ښارونو کې هم احتجاج پیل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG