لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بې درکه بلوڅانو لپاره لاریون، اختر مېنګل وایي له وزیراعظم او جنرل باجوه سره ورباندې غږېږي


په پاکستان کې د بې درکه کسانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن له دوی سره په درج شوو 5608 کېسونو کې تر 3500 کسانو پورې د لټون دعوې کوې. بلې خواته د بې درکه کسانو له شخړې نه تر ټولو د زیاتې اغېزمنې صوبې بلوچستان ملتپال مشر سردار اختر مېنګل په دې معامله د پاکستان له وزراعظم او د پوځ له مشر سره د لیدو رضامندي ښکاره کړې ده.

بل لور ته په کوټه کې د شورو- چارشنبې په ورځ د دوو بې درکه بلوچ ځوانانو د بې درکۍ په ضد یو اوږد احتجاجي لاریون شوی، چې د زده کوونکو په ګډون د هغوی د کورنۍ غړو هم پکې ګډون کړی او د دغو بې درکه ځوانانو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په لاریون کې د بې درکه ځوان جیېند بلوڅ خور مارګن بلوڅ هم شامله وه. هغې له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، امنیتي ادارو یې وروڼه او پلار د شپې په تیاره کې وړي وو او پلار یې را خوشي شو خو وروڼه یې بې درکه دي:

"که دوی څه جرم کړی وي عدالت ته دې وړاندې کړل شي، دوی باید په بند کې ونه ساتل شي، هلته چې پر دوی څه تېرېږي او څه حالت یې دی زه ترې خبره یم، زما وروڼه دې په خیر سلامتۍ بیرته را خوشي کړل شي".

وزیراعظم عمران خان تېره ورځ له شخصي ټیلیویژن سره په مرکه کې ویلي وو، چې ده د بې درکه کسانو په اړه د سردار اختر مېنګل او جنرل قمر جاوید باجوه تر منځ د ملاقات انتظام کړی وو خو د عمران خان په خبره اختر مېنګل له دې خبرې په شا شو.

د وزیراعظم بیان ته په غبرګون کې اختر مېنګل په خپل ټویټرلیکلي، ده ته د ملاقات لپاره ډېر لنډ وخت ورکړل شوی وو او دغه مهال دی په بلوچستان کې په انتخابي کمپاین بوخت وو. د حکومت اتحادي اختر مېنګل پخلی کړی چې وزیراعظم او د پوځ مشر چرته هم وایي، د بې درکه کسانو د شخړې د هواري لپاره ورسره لیدو ته چمتو دی.

په پاکستان کې د خلکو په جبري اوچتولو کې د زیاتوالي په ضد نه یواځې په بلوچستان کې ملتپال بلوڅان او د بې درکه کسانو کورنۍ احتجاج کوي، بلکې پښتون ژغورنې غورځنګ هم ورباندې سخت غبرګون څرګند کړی او دعوه کوي چې له پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو زرګونه پښتانه په جبري توګه بې درکه دي.

د بې درکه کسانو د لټون لپاره د حکومتي کمېشن د تازه شمېرو تر مخه له دوی سره په درج 5608 کېسونو کې د 3492 کسانو درک لګول شوی دی. د کمېشن له اړخه د خپاره شوي بیان تر مخه دا شمېرې د روان کال د نومبر میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې دي.

خو له ډیوه رېډیو سره په خبرو کې هم د بلوچستان نېشنل ګوند د قومي اسمبلۍ غړي محمد هاشم د حکومتي کمېشن په شمېرو باندې بې باوري څرګندوي او وايي چې یواځې د دوی مشر اختر مېنګل د قومي اسمبلۍ سپېکر ته د بلوچستان د 5128 بې درکه کسانو نوملړ ورکړی دی.

محمد هاشم واي چې بې درکه کسانو که څه جرم کړی وي نو باید عدالتونو ته وړاندې کړل شي ګنې دوی هسې په بند کې ساتل غټ ظلم دی. بلوچستان نېشنل ګوند چې په کومو شرطونو له واکمن تحریک انصاف ګوند سره اتحاد کړی وو، په هغو کې یوه نکته د بې درکه کسانو معامله هم ده.

که څه هم حکومتي کمېشن د بې درکه کسانو د لټون دعوې کوي خو دا نه ښیي چې دغه خلک د چا له ولکې تر لاسه کړل شوي دي.

د بشري حقونو ملکي او نړیوال تنظیمونه په دغو پېښو کې د پاکستان پوځي استخباراتي ادارو ته ګوته نیسي او د هېواد تر ټولو ستر عدالت هم د پخواني مشر قاضي افتخار چودري په وخت کې د بلوچستان د امنیت په اړه د مقدمې د اورېدنې په فیصله کې هلته د خلکو د جبري اوچتولو پړه په امنیتي ادارو ور اچولې وه، خو د پاکستان حکومت او پوځ وخت په وخت د بې درکه خلکو په پېښو کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG