لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتين: عمران خان راسره د مسلو هوارولو ژمنه نه ده پوره کړې


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) مشرتابه او عمران خان ورسره په خپله ژمنه کړې وه چې په واک کې د راتلو په دوېمه ورځ به يې وغواړي خو ښکاري لکه چې هغه دوه ورځې نه وي شوي.

په کراچۍ کې وي او ای ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې پشتين وويل، ٬٬ د تحریک انصاف مشرتابه راسره ژمنه کړې وه چې په اقتدار کې راشو په دوېمه ورځ به بيا تاسو راغواړو خو پته نشته چې دوېمې ورځ ته دوي وعدې ډېرې کړې وې، نو زمونږ سره چې د دوېمې ورځې کومه وعده شوې وه هغه نه شوه پوره،،.

منظور د هغه تن نوم وانه خستو چې چا ورسره وعده کړې وه خو وې ويل چې ٬٬ عمران خان راته په خپله هم ويلي ؤ چې دا به مونږ تاسو راولو او ستاسو مسايل به حل کوو، تراوسه پورې چې يو ځلې يې اقتدار راغلی دی مونږ پرې خبر شوي هم نه يُو،،.

هغه دا هم وويل د رياست نه پوښتنه کوي چې د پوځ وياند ٬٬د رياست ترجمان دی که د پوځ ترجمان دی مونږ خو مسلې د رياست نه حل غواړو د پوځ نه خو يې نه غواړو نو دی په مينځ کې څوک دی،،.

د عمران خان او پي ټي ايي د ژمنو په اړوند د منظور پشتين خبرې

منظور پشتين د پوځي وياند دې خبرې ته چې د پي ټي اېم غوښتنې منل شوي، په ځواب کې وايي چې څوک هم راسره کښېنوي تر دې چې د پينځه کالو ماشوم دې راسره کښېنوي او هغه دې اووايي چې زمونږ غوښتنې منل شوي زه به يې ومنم خو دا هسې خبرې دي د دوي يوه غوښتنه نه ده منل شوې.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور پرون د زيارت، چهارشنبې په ورځ ويلي د پي ټي اېم درې غوښتنې منل شوي او رياست د دوي سره همکاري وکړه خو وایي دا خلک چې اوس په کوم لوري روان دي هسې نه له هغې کرښې واوړي چې ریاست یې په ضد له زوره کار واخلي.

منظور پشتين دا وخت د کراچۍ په سفر دی، هغه وايي په کراچۍ کې هم د پښتنو سره ډېر ظلمونه شوي د دې خلکو سره غمرازۍ له راغلی دی.

د کراچۍ د سفر په اړوند د منظور پشتين خبرې

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG