لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان حکومت وایي امریکا دپاره نوره ټوپکماري نه کوي،خو څیړونکي په څه نظر دي؟


دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي پاکستان امریکا سره داسې اړیکې نه غواړي چې پکې پاکستان د کرایې دیو ټوپکمار په توګه کارول کیږي خو څیړونکي وایي چې دمعاشي ستونزو سره مخ دعمران خان حکومت امریکا سره د تربګنۍ ګواښ هم پسر نه شي اخستی.

وزیراعظم عمران خان امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ سره یوه مرکه کې ویلي څنګه چې د چین اؤ پاکستان اړیکې په تجارت ولاړې دي اؤ یو اړخیزه بڼه نه لري همدغسې اړیکې دامریکا سره هم غواړي.

خو دخیبرپښتونخوا سنئیر خبریال بخت زاده یوسفزی بیا وایي چې دعمران خان حکومت که هرڅو د تیرو سیاسي حکومتونو په پرتله دامریکا په وړاندې دستغ دریځ خپلولو توان لري خو د هیواد خطرو سره مخ اقتصادي وضعیت به دا اجازت ورنکړي چې امریکا سره تربګنۍ ته غاړه کښیږدي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي بخت زاده یوسفزئ ویلي چې امریکا اوس په سیمه کې تر ټولو زیات ارزښت افغانستان کې سولې ته ورکړی اؤ غواړي چې پاکستان طالبان افغان دولت سره سولې ته اماده کړي.

هغه وویل هر څو که دخپل ضرورت ترمخه لا تر دې دمه امریکا دپاکستان سره د دوستۍ په ژبه خبرې نه دي کړي اؤ نه یې داسې کوم باور ورکړی چې ګنې پاکستان ته به تړل شوې پوځي‌ مرستې بیا بحال کړي خو خو پاکستان بیا هم خوشبینه دی چې امریکا به ورسره د افغان کشالې دهواري په اړوند راتلونکي کې د نرمښت نه کار واخلي.

امریکا سږکال په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې ددې تورونو په اساس تړلي چې پخپله خاوره کې یې ترهګرو ډلو ته خوندي ځالي ورکړي اؤ دطالبانو اؤ نورو ترهګرو په ضد یې قناعت بخښونکي ګامونه نه دي اخستي.

خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې تر ټولو سترې قربانۍ ورکړي دي.

ښاغلی یوسفزی وایي امریکه په کراتو،کراتو په پاکستان بې باوري ښودلې ده اؤ د روان کال په پیل کې د صدر ټرمپ ټوئټس ښایي چې کله به هم امریکا پاکستان سره یوازې په تجارتي اړیکو مطمئنه نه شي بلکې غواړي به چې پاکستان په سیمه اؤ افغانستان کې خپلې پالیسۍ بدلې کړي .

هغه وویل پاکستان هم اوس د نړیوالو فشارونو له امله اړ دی چې دافغانستان په اړه خپله تګلاره کې یو څه بدلون راولي خو دابه ګرانه وي چې دامریکا مخې ته ودریږي اؤ په ځان نړیوالې مرستې بندې کړي.

یو بل څیړونکی اؤ د پېښور پریس کلب پخوانی صدر ناصر حسین وایي امریکا هم اوس په دې خبره پوهه شوې ده چې دپاکستان دمرستې نه پرته افغان ستونزه نه شي هواریدلی اؤ اړ ده چې دتیرو وختونو په پرته دپاکستان پر وړاندې نرم دریځ خپل کړي.

هغه وویل چې د تیرو حکومتونو په پرتله داځل پاکستان کې پوځ اؤ حکومت په یوه لیکه ولاړ دي همدغه وجه ده چې سیاسي حکومت دامریکا په وړاندې په جرائت سره خپله خبره کوي اؤ صدر ټرمپ ته دعمران خان ځوابي ټوئټونو وښودله چې څنګه امریکا د ټوئټونو څخه یو ناساپه د “خطونو” دلارې پاکستان سره خبرې پیل کړې

ښاغلی ناصر حسین وایي پاکستان هم دامریکا په مجبوریتونو پوهه دی هم دغه وجه ده چې اوس به دعمران خان حکومت دامریکا د یواړخیزه اړیکو پځائ دخپلو ګټو په اساس خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG