لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لیلا خان: ما په انګرېزي، اردو او عربي هم سندرې ویلې خو پښتو مې زیاته خوښه ده


واشنګټن ډي سي ــــ د پېښور اوسېدونکې لیلا خان د پښتو ځوانه سندرغاړې ده چې ایله څلور کاله مخکې یې په سندرو ویلو پیل کړی، خو په ډېر لږ وخت کې یې سندرو په افغانستان او پاکستان کې زیات مینه وال موندلي دي.

د وي.او.اې ډیوه له خبریال حفیظ الله ستوري شېراني سره په ځانګړې مرکه کې لیلا خان ویلي، چې هغې په تېرو څلورو کلونو کې د پښتو په ګډون په انګرېزي، اردو او عربي ژبو هم سندرې ویلې دي:

"سندرې مې ډېرې ویلې دي، یو البم مې هم شته، همدارنګه د فلمونو لپاره مې هم سندرې ویلې دي، اوس مې نوې سندرې را روانې دي، هیله منه یم چې زما د مینه والو به خوښې شي".

لیلا خان وایي له سندرو سره یې د سکول له وخته مینه لرله، خو د هنر پیل یې د ټیلیویژن په یوه پروګرام کې د کوربنې په توګه وکړ، وروسته یې په څو ډرامو کې کار وکړ، بیا یې په "لټون پروډکشن" کې د یوې سندرې لپاره د ماډل په توګه رول تر سره کړ او وروسته یې سندرې ویل پیل کړې.

د وي.او.اې ډیوه خبریال حفیظ الله ستوری شېرانی له لیلا خان سره د مرکې په وخت.
د وي.او.اې ډیوه خبریال حفیظ الله ستوری شېرانی له لیلا خان سره د مرکې په وخت.

د نورو ښځینه سندرغاړو غوندې لیلا خان هم په پیل کې د کورنۍ له مخالفت سره مخامخ شوې ده، خو وایي دې خپل تعلیم ته هم نه ده شا کړې، ځکه یې کورنۍ اوس نه یواځې مخالفت ورسره پرېیښی بلکې د هنر ملاتړ یې کوي:

"ما په مېډیکل کې ایف ایس سي کړې ده او غواړم چې نور تعلیم ته هم دوام ورکړم، ځکه د یوې نجلۍ لپاره دا ډېره ضروري ده چې خپل اقتصادي توان پیدا کړي".

لیلا خان وایي زړه یې غواړي چې په هره ژبه کې سندرې ووایو خو وایي پښتو یې ځکه تر نورو ژبو زیاته خوښېږي چې خپله مورنۍ ژبه یې ده. لیلا وایي لومړۍ سندره یې (زه لیلا یمه) ویلې وه چې خلکو زیاته خوښه کړې وه.

لیلا خان تر اوسه واده نه کړی او وایي چې تر اوسه یې لا واده ته ډېر وخت پاتې دی، خو وایي مینه یې تش له خپل هنر او مور و پلار سره کړې ده. لیلا خان له خپلو پښتنو مینه والو غواړي چې تل د امن لپاره ژوند تېر کړي او تعلیم ته زیاته توجه وکړي.

XS
SM
MD
LG