لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملک درې واړه مهمې ستنې په خپلو حدودو کې کار نه کوي، رضا رباني


د پاکستان د برني اېوان سېنېټ پخوانی مشر د پاکستان پيپلزګوند تعلق لرونکی ياد سياستوال رضا رباني وايي، د ملک يا ریاست درې واړه مهمې ستنې عدليه، مقننه او انتظاميه په خپلو حدودو کې دننه کار نه کوي.

په کراچۍ کې خبري غونډې ته په وېنا کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوند پيپلز پارټۍ مشر رضا رباني وويل، په هغو خبرو دې غور وشي چې د حکومت په ۱۰۰ ورځو پوره کېدو وزيراعظم د وخت نه مخکې د انتخاباتو خبره ولې کوي.

د پاکستان حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف په واک کې د راتلو نه وړاندې د ۱۰۰ ورځو د حکومت پلان وړاندې کړی خو په ۱۰۰ ورځو پوره کېدو پرې سختې نيوکې کيږي چې په کړو خبرو کې يې حکومت يوه هم نه ده پوره کړې.

رباني ویلي پاکستان د جمهوري او پارلیماني رويو سره په وړاندې تګ کولی شي په ملک کې د ون يونټ يا صدارتي نظام ځای نشته.

هغه ویلي د نوؤ صوبو جوړولو په ځای دې موجودې صوبې پياوړې کړی شي.

پي ټي ايي ګوند د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو ژمنه هم کړې کومه چې تراوسه نه پوره کړی شوې.

رضا رباني ويلي په ملک کې د ټولو ادارو حدود ټاکل شوي خو د بده مرغه ځينې ادارې د ائين سرغړونه کوي او په نورو کې لاس وهنه کوي.

رباني د پي ټي ايي په حکومت نيوکې کړي چې پارلیمان او اولس یې د نړیوالې مالیاتي ادارې (ايي اېم اېف) څخه د قرض په اخیستو په اعتماد کې نه دي اخیستي.

هغه ويلي که په داسې حالاتو کې ملک تور فهرست ته ځي زمه وار به یې څوک وي.

نوموړي زیاته کړې په ملک کې په مطبوعاتو قدغن لګول کيږي، هغه ويلي په ملک کې په ۱۸م اييني بدلون کې نور بدلون کېدی شي خو هدف يې په مخکې تلل پکار دي نه چې په شا تګ وي.

پاکستان کې په سوشل ميډيا او مطبوعاتو باندې داسې ويل کيږي چې د ۱۸م اييني بدلون د ختمولو دپاره لاس پښې وهل کیږي، خو د پي ټي ايي حکومت په رسمي ډول په اړوند تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG