په پېنډۍ کې د چړو په ګوزارونو د وژل شوي مولانا سميع الحق د وژنې پېښې ته پوليسو "مرموزه يا ړنده وژنه" ويلي، پوليسو عدالت ته په وړاندې کړې لومړنۍ دوسيه يا چالان کې دغه خبره کړې ده.
د ځايي ميډيا ترمخه ياد چالان چې په ۱۴ ورځو کې عدالت ته جمع کول وي د پېنډۍ پوليسو د يوې مياشتې نه زياته موده وروسته وړاندې کړی دی.
په چالان کې ويل شوي د مولانا د زوي سره د ۱۲ کسانو نه پوښتنې شوي خو دوي ته پکې هيڅ ثبوت په لاس نه دی ورغلی چې د پېښې په شا د چا لاس دي او څوک پکې ککړ دي.
ويل شوي پوليس هغه ډي اېن ای رپوټ ته په تمه دي کوم شواهد چې د مولانا د وجود او د هغه ځای څخه ترلاسه شوي وو.
پوليس ويلي د پلټنو عمل يې نور غځولی او ټيمونه جوړ کړی شوي دي چې د پېښې په شا اصل لاس مالوم کړي.
د راپورونو ترمخه په لومړي طبي رپوټ کې ویل شوي وو چې د مولانا په مخ، تندي، خېټه باندې سخت ګوزارونه شوي وو.
د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي چې د مولانا سميع الحق د مړي د پوسټ مارټم، د طبي معاينې اجازه هم نه وه ورکړل شوې.
تېره مياشت د مولانا د ګوند جمعيت علمااسلام (س) د خېبرپښتونخوا مشر مولانا يوسف شاه ويلي ؤ، دوي د مولانا د وژنې سمدست وروسته د پوسټ مارټم اجازه نه وه ورکړې او د مړي راويستو اجازه به هم ور نه کړي.
مولانا سميع الحق د نومبرد مياشتې په دوېمه نېټه په راولپنډۍ ښار کې په خپل کور کې د نامالومو کسانو د چړو په ګوزارونو وژل شوی ؤ.
مولانا به خپل ځان د طالبانو د "روحاني پلار" په نوم یادولو، ويل کيږي دا ځکه چې ګڼ شمېر مهمو طالبانو د هغه د مدرسې نه تعلیم ترلاسه کړی وو.