لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد:دافغانانو برخلیک باید بهرني قوتونه ونه ټاکي


Zalmay Khalilzad
Zalmay Khalilzad

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ویلي دافغانستان ستونزه دخبرو اترو دلارې سیاسي هواري ته اړتیا لري اؤ افغانان باید پخپله د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي،نه چې بهرني قوتونه دهغوئ برخلیک وټاکي.

زلمی خلیل زاد چې دافغان دولت اؤ‌ طالبانو ترمینځ دسولې په هڅو کې دا مهال د روسیې په سفر بوخت دی د روس د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ضمیر کابلوف سره یې لیدنه کې ویلي چې دافغان د کشالې دخبرو اترو دلارې هواری د امریکا اؤ روسیې دواړو په ګټه دی.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د شنبې په ورځ ماسکو کې دامریکایي سفارتخانې لخوا دخپور شوي یو بیان په اساس ویلي چې زلمي خلیل زاد افغانستان دپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کې افغانستان کې دسولې د روان بهیر په بیلابیلو اړخونو خبرې اترې کړي دي.

امريکا ويلي، د افغان شخړې له هواري سره په سيمه کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو ګواښونه کم او اقتصادي پرمختګونه رامنځته کېږي.

افغانستان کې دسولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ماسکو ته له سفر وړاندې داسلام اباد اؤ کابل سفرونه هم کړي اؤ اؤ تر دې وروسته ټاکل شوې چې هغه ترکمنستان،قطر،متحده عرب اماراتو اؤ بیلجیم ته هم سفرونه وکړي اؤ دغلته به د اړونده اړخونو سره افغانستان کې دسولې په بهیر وغږیږي.

افغانستان ته پخپل تیر سفر کې ښاغلي خلیل زاد په افغان دولت اؤ طالبانو غږ کړی ؤ چې باید افغانستان کې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو نه وړاندې یوې موافقې ته ورسیږي ترڅو طالبانو ته هم دغو ټاکنو کې دبرخې اخستلو زمینه برابره شي.

ښاغلي خلیل زاد تر دې وړاندې دوه کرته په قطر کې دطالب مشرانو سره هم لیدنې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې امریکا،افغان دولت اؤ طالبان درېواړه دافغان سولې په سیاسي هواري یوه خوله دي.

روانه اوونۍ پاکستان ته د زلمي خلیل زاد دسفر په مهال داسې ناتائیده راپورونه هم په نړیوالو رسنیو کې مخې ته راغلي وؤ چې دطالبانو یو لوړ پوړي پلاوي هم داسلام اباد سفر کړی ترڅو پاکستاني چارواکو اؤ خلیل زاد سره په افغان سوله خبرې وکړي خو پاکستان یا طالبانو ددغو دعوؤ پخلی نه دی کړی.

افغان دولت اؤ امریکا د تیرې څه دپاڅه یوې نیمې لسیزې راهسې تورونه لګوي چې پاکستان طالبان اؤ نورې ترهګرې ډلې پخپل موټي کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ترهګري کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي چې افغانستان کې دسولې پلوی دی.

په نزدې ورځو کې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دپاکستان وزیراعظم عمران خان باندې دیو لیک دلارې ټینګار کړی چې دطالبانو افغان دولت سره خبرو ته کښېنولو کې مرسته وکړي اؤ وزیراعظم عمران خان ویلي چې دهغه حکومت به د سولې روان بهیر کامیابولو کې بشپړه همکاري کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG