د پاکستان د سیند صوبې حکومت وروسته له سختو نيوکو هغه حکمنامه بيرته اخيستې چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشر منظور پشتين باندې صوبې په ورتګ د ۹۰ ورځو دپاره بندېز لګول شوی ؤ.
د سيند صوبې محکمه داخله د جمعې په شپه ناوخته امر کړی ؤ چې منظور پشتين د څو ورځو نه په کراچۍ کې دی په ملير ضلع کې غونډې راجوړي خلکو ته د رياست او ریاستي ادارو پرضد راپارؤنکې وېنا ګانې کوي.
ويل شوي وو صوبې ته په پشتين بندېز د امن عامه په موخه لګول شوی دی.
خو تېره شپه ناوخته هم د سيند محکمه داخله خپل دغه امر بيرته اخیستی دی.
په سوشل ميډيا د پاکستان پيپلز ګوند د سيند صوبې په حکومت سخت ټکونه شوي وو.
ويل شوي وو د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري روان کال د اپرېل په مياشت کې په پنجاب حکومت نيوکې کولې کله چې په لاهور کې د پي ټي اېم غړي او مشران نيول کېده او په خپله صوبه کې يې پرې بندېز ولګولو.
خو د ياد ګوند پخواني سېنېټر او د پخواني صدر آصف علي زردارې ویاند فرحت الله بابر وي او ای ډیوه ته ویلي د سيند صوبې اعلا وزیر د داخله محکمې لخوا جاري شوي امر نه بې خبره دی.
هغه ويلي دغه امر د سيند ایالت د پولیسو د مشر په خواست خپور شوی ؤ.
په منظور پشتين سيند صوبې ته په ورتګ بندېز په داسې حال کې لګول شوی چې د زيارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور په ورځ په مرموزو ټکو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ګواښ کړی ؤ.
پوځي وياند ویلي چې ریاست له پي ټي اېم سره ډېره همکاري وکړه خو وایي دا خلک چې اوس په کوم لوري روان دي هسې نه له هغې کرښې واوړي چې ریاست یې په ضد له زوره کار واخلي.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د پوځي ویاند بيان ته په غبرګون کې ويلي ؤ چې د هغوي پينځه غوښتنې وې او يوه پکې نه ده منل شوې.