لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشري حقونو نړیواله ورځ،پښتانه اؤ بلوڅان په څه حال دي؟


دبشري حقونو نړیواله ورځ نن(دوشنبه) په داسې حال کې نمانځل کیږي چې پاکستان کې دبشري حقونو څخه د سرغړونو اؤ ریاستي جبر اؤ زیاتیو په ضد یو شمیر تحریکونو سر راپورته کړی اؤ تورونه لګوي چې دخیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو نه په زرګونو خلک امنیتي ادارو پورته کړي اؤ بې درکه کړي یې دي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ وتلی مشر محسن داوړ وایي په پاکستان کې دپښتنو اؤ بلوڅو په ضد ریاستي جبر یو رقم دوام لري اؤ پښتون یا بلوڅ که دخپلو حقونو خبره کوي نو غدار ګڼل کیږي، وژل کیږي اؤ زندانونو ته اچول کیږي.

خو دپاکستان صدر عارف علوي اؤ وزیراعظم عمران خان ددې ورځې په اړوند خپل پیغام کې ویلي چې دپاکستان حکومت دانساني حقونو ساتنې اؤ د ډيمو کراسۍ ودې ته بې کچه ارزښت ورکوي.

دانسانانو کوم حقونه په نړیواله کچه منل شوي؟

په کال ۱۹۴۸ کې دملګرو ملتونو عمومي شورا دبشړي حقونو یو قرارداد منطور کړی ؤ چې په هغې دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون دنړۍ تقریباُ ټولو هیوادونو لاسلیک کړی ؤ اؤ منلې یې وه چې انسانانو ته به دغه قرارداد کې ذکر شوي حقونه ورکوي.

دنړۍ انسانانو دپاره دغو ذکر شوؤ حقونو کې راغلي چې هغوئ به دخپلې خوښې په اساس ژوند ژواک اؤ دخپلو خیالاتو اظهار کوي،د رنګ نسل اؤ ذات په اساس به هیچا سره توپیري چلند نه کیړي،دقانون نظر کې به ټول انسانان یو برابر وي،هیڅوک به په ظالمانه توګه نه نیول کیږي،عدلیه اؤ مقننه به بې پلوه وي اؤ هر تورن تن به ترهغې بېګناه ګڼل کیږي ترڅو چې پرې په بشپړ ډول ثابت شوی نه وي.

خو دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون دنړۍ په یو شمیر هیوادونو کې اوس دبشري حقونو ددغه نړیوال قرارداد یا چارټر څخه سرغړونې روانې دي.

دملګرو ملتونو د سر مشي پیغام کې څه راغلي؟

دملګرو ملتونو مشر انټونيو ګوټيرس پخپل يو پيغام کې ويلي دا نړيواله ورځ ديو بوګنوونکي حقيقت يادونه کوي ، زمونږ په نړۍ کې نن اندازتاً څلويښت میليونه خلک دغلامۍ دموجوده قسمونو ښکار دي،

هغه پخپل پيغام کې ويلي بايد مونږ غلامي دماضي يوه برخه جوړه کړو.

ګوټيرس وايي په بيړنو وضعيتونو کې دصنف په اساس تشدد سيوا کيږي دملګرو ملتونو ادارې په بشري بحرانونو کې دښځو او جينکو دواکمنولو او ژغورلو لپاره کار کوي

په پاکستان کې دلږکیو مشران تورونه لګوي چې هغوئ سره دمذهب په بنیاد ټوپیري چلند کیږي،د سخت دریځو لخوا وژل کیږي،تورونه پرې لګول کیږي اؤ زندانونو ته اچول کیږي .

خو دپاکستان حکومت بیا دریځ لري چې لږکیو ته دهیواد دنورو وګړو په څېر یو رقم حقونو ورکولو ته ژمن دی.

دپښتنو اؤ بلوڅو په ضد ریاستي جبر اؤ دحکومت دریځ

دپاکستان د وزيراعطم عمران خان اؤ صدر عارف علوي په بیانونو کې راغلي چې دملګرو ملتونو د غړي په توګه پاکستان دنړیوالې ادارې هاغه منشور په کلکه مراعاتوي چې د کومې ژبې،نسل،صنف اؤ مذهب د توپیر پرته دانساني حقونو په درناوي اؤ ازادۍ ټینګار کوي.

تیرکال په پښتونخوا کې د ریاستي تیریو په ضد د راپورته شوي پښتون تحفظ موومنټ وتلي مشر اؤ دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي چې پاکستان کې پښتانه اؤ بلوڅان دټولو انساني اؤ ائیني حقونو څخه محروم ساتل شوي.

هغه وویل “دانساني حقونو ترڅنګ دپاکستان ائین هم مونږ ته څه حقونه راکړي خو کله چې مونږ ددې حقونو دپاره غږ پورته کوؤ،نو مقدمې راباندې جوړیږي،دغدار ټاپې راباندې لګي،خلک مو له کورونو پورته کیږي اؤ په مزموزه توګه وژل کیږي”

ښاغلي محسن داوړ وویل نن هم امنیتي ادارو د زرګونو په شمیر پښتانه دخپلو کورونو نه پورته کړي اؤ هیڅ معلومه نه ده چې دغه پورته کړل شوي پښتانه وژل شوي که ژوندي دي؟

هغه وویل په پورته کړل شوؤ کسانو کې داسې هم شته چې د تیرو اتوؤ کالو راهسې بې درکه دي، په ځېنو دومره تشدد شوی چې لیوني شوي یا معذوره شوي دي خو بیا هم په ډیرې سپین سترګې سره دلته واکمنان اؤ ادارې دبشري حقونو دتامین دعوې کوي.

دپاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور تیره اوونۍ مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې په لادرکه کسانو کې ګڼ شمیر خوشي کړل شوي اؤ کوم چې لا درکه دي نو دهغوئ په هکله نه شي ویل کیدلی چې دجنګیالو لیکو ته ورګډ شوي که دترهګرۍ په ضد جګړو کې وژل شوي دي.

په عین حال کې نن دبلوچستان صوبې نه دخلکو په زوره دبې درکۍ په ضد بلوڅ تنظیمونه احتجاجي مظاهرې اؤ لاریویونه کوي .

دغه تنظیمونه پخپلو احتجاجونو کې غوښتنه لري چې دبلوچستان نه بې درکه کړل شوي بلوڅان دې خوشې اؤ دهغوئ په ضد دې د ریاستي جبر لړۍ ودرؤل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG