لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ټانک د سره غر علاقه هیڅ بنيادي اسانتياوې نه لري


د ټانک د ښار نه شمال لويديځ پله په ۴۰ کلوميټره کې پرته د سره غر علاقې اوسېدونکي وايي د ژوندد ټولو بنیادي اسانتياؤ څخه محرومه دي.

سره غر علاقه په تېره نيمه قبايلي سیمه اېف ار ټانک کې موقعيت لري کومه چې د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو سره د ټانک ضلعې برخه جوړه شوې ده.

د يادې سيمې خلک وايي د جنوبي وزيرستان سره په پوله پرته دا علاقه په سيمه کې د تېرو کلونو بدامنۍ سخته ځپلې ده خو بيا يې چا هم پوښتنه نه ده کړې.

د سره غر ارزي خان وايي د ژوند د بنيادي اسانتياؤ څخه محرومه دي، د ماشومانو سکول نشته، د څکلو د اوبو انتظام او د روغتيا هيڅ اسانتياوې نه لري.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د سيمې د نورو خلکو په څېر دوي هم ځپل شوي او کورونه يې وران ويجاړ شوي دي خو تر دې مهاله د دوي په بحالۍ هیڅ توجه نه ده ورکړی شوی.

د ۲۰ زره ابادۍ والا علاقې سره غر يو بل تن غني ګل وويل، په علاقه کې د سړک د نشتوالي له سببه خلک خپل ناروغان په خر يا اوښ باندې روغتونونو ته وړي.

هغه وويل د علاقې د لري والي او سړک د نشتوالي له سببه چې ناروغه تن څو بندوبستي علاقې يا جنډولې او يا ټانک ته رسول کیږي هغه په لاره کې ساه ورکړې وي.

هغه زياته کړه په علاقه د هسپتال او ډاکټر د نشتوالي له امله زياتره د ماشومانو پېدا کېدو په وخت سختې ستونزې رامنځته کيږي.

د سيمې يو بل تن ملک ميراوس وايي په علاقه کې د روزګار يا معاش هیڅ مخه نشته د سکولونو د نشتوالي له امله ماشومان يې بيزې او نور څاروي څروي يا په مزدورو پسې بهر لاړ شي او هلته هم سختې مزدورۍ کوي ځکه هيڅ تعليم او هنر نه لري.

هغه وويل په سر غره کې تر اوسه پورې بجلي هم نشته او تر ټولو زيات ستونزمن ژوند د زنانؤ دی ځکه چې هغه د څکلو په اوبو پسې تر لرې لرې ځي او په سرونو اوبه راډکوي.

د ټانک انتظاميه د سره غر په اړوند د څه ويلو څخه ډډه کوي خو د انتظاميې د ريکارډ ترمخه په ياده علاقه کې په ترقياتي کارونو باندې په اربونو روپۍ مصر ف شوي دي.

د ريکارډ ترمخه په علاقه کې په سکولونو، سړکونو، هسپتالونو او د څکلو د اوبو په ټيوب ويلونو او بجلۍ په اسانتياؤ دا روپۍ لګول شوي خو د علاقې خلک وايي دلته هیڅ څه هم نه دي شوي.

د يادې سیمې نه مفتي عبدالشکور چې تعلق يې د جمعيت علمااسلام ف ډلې سره دی د ۲۵م جولايۍ په عامو انتخاباتوکې د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی.

د سيمې خلک وايي دلته د انتخاباتو نه وړاندې د سياسي ګوندونو کانديدان راشي د دوي سره ژمنې وکړي خو د کاميابېدو وروسته بیا د دوي تپوس نه کوي.

د ټانک د مرستيال کمشنر دفتر سره د بيا بيا تماس کولو باوجود رابطه نه ده شوې او چارواکي په دغه اړوند د څه ويلو څخه ډډه کوي.

خو د خېبرپښتونخوا د جنوبي سيمو ايي جي اېف سي عابد لطيف ويلي که د علاقې خلک د خپلو مسلو په اړوند د دوي سره تماس ونيسي نو دوي به يې د مسلو هوارولو هڅه وکړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG