لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د پي ټي اېم دغړو ترڅنګ په خبریالانو هم مقدمه درج شوې


د ډېره اسماعيل خان د سټي تاڼې په مقدمه (اېف ايي ار) کې ليکل شوي چې د ملزمانو علي وزير(د قامي اسمبلۍ غړی)، عالمزېب محسود او نورو په مشرۍ کې يو لاريون شوی او د پاکستان د حکومت، پوځ او نورو امنيتي ادارو پرضد پکې نعرې وهل شوي دي.

په یاده مقدمه کې د قبايلي ژورنالسټانو د اتحاديې باني او ياد خبريال سېلاب محسود او د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي ژورنالسټ ظفر وزير نومونه هم ليکل شوي دي.

دجنوبي وزیرستان خبریالانو د سیلاب محسود اؤ بل خبریال په ضد دمقدمې د درج کولو خلاف نن احتجاج کړی اؤ دخبریالانو په ضد مقدمې جوړول یې په صحافت برید ګڼلی دی.

په ترلاسه شوي اېف ايي ار کې ويل شوي چې د ډېره اسماعيل خان د حق نواز پارک نه تر توپانواله چوک په احتجاجي لاريون کې ۲۰ يا ۲۱ کسان شامل وو.

په اېف ايي ار کې ويل شوی د لاريون په ګډون والو کې رفعت الله عرف سېلاب محسود او ظفر وزیر هم شامل وو او ګډون والو د حکومت پاکستان او رياستي ادارو پرضد نعرې وهلې.

د ډېره اسماعيل خان د سټي تاڼې پولیس مشر جاوېد خان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل "دا مقدمه (اېف ايي ار) لا پوره نه دی خلکو خواستونه کړي دي، اوس انکوايري کولی شي او اېف ايي ار لا مکمل شوی نه دی".

د یادې مقدمې په غبرګون کې سېلاب محسود وايي هغه په دې مقدمه خوشحال دی او فخر کوي، ځکه چې دا ړوند کوڼ حکومت دی مونږ به دې ته کورېج کولو او چې پي ټي اېم نه دوي به د علاقې خلکو ته کورېج ته ورکولی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، که حکومت د دې لارې دوي د صحافت نه منع کول غواړي نو داسې به ونه کړی شي او دوي به خپل ازاد او بې طرفه صحافت ته دوام ورکوي.

په ياد اېف ايي ار کې لیکل شوي چې د سپاهي (کنسټېبل) عبدالعزيز په لاس دا مراسله ترلاسه شوې ده.

په ياده پرچه کې د پوځ پرضد د نعرو سره څو نعرې هم ليکل شوي او ويل شوي د دغو کسانو دا عمل د رياست پرضد د فساد خورولو هڅه وه.

په ترلاسه شوي ابتدايي رپورټ باندې د روانې میاشتې اتمه نېټه ليکل شوې او څو دفعې پکې شامل دي.

د خالي، يکشنبې په ورځ په ډېره اسماعيل خان کې دغه احتجاجي لاريون د عارف وزير په جنوبي وزیرستان واڼا کې د نيولو پرضد شوی ؤ.

عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او د علي وزير د تره زوی دی، عارف وزیر په واڼا کې د احتجاجي مظاهرې په مهال نیول شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG