لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې پاکستان د مذهبي ازادیو د سرغړوونکو هېوادونو په لیسټ کې شامل کړ


واشنګټن ــــ د امریکې حکومت د مذهبي ازادیو د نړیوال قانون په اساس پاکستان د هغو هېوادونو په کالني لیسټ کې شامل کړ، چې پکې د اقلیتونو له مذهبي ازادیو سرغړونې کېږي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپېیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې له تېر یوه کاله راهیسې څارل کېده، چې خلک پکې مذهبي ازادي نه لري او له مذهبي ازادیو یې سرغړونه کېږي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي پمپېیو له خولې ویل شوي: "د نومبر په 28مه ما برما، چین، اریتریا، ایران، شمالي کوریا، پاکستان، سوډان، سعودي عرب، تاجکستان او ترکمنستان د "ځانګړي تړاو" له مخې د مذهبي ازادیو د سرغړونې پر سر په لیسټ کې شامل کړل".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو هېوادونو تر څنګ یې افریقایي هېواد کوموروس، روس او ازبکستان هم د څارنې ځانګړې لیسټ ته اچولي چې وایي د مذهبي ازادۍ د سرغړونو په ګڼو پېښو کې یې لاس لرلی دی.

ښاغلي پمپېیو د مذهبي ازادیو د نه لرلو په تور په دغو هېوادونو کې شاملې وسلوالې ډلې هم پخپل لیسټ کې شاملې کړې دي:

"اخر مې د شام النصره فرنټ، د عربي ټاپووزمې القاعده ډله چې په یمن کې فعاله ده، القاعده، د صومالیې الشباب ډله، د لوېدیځې افریقې بوکو حرام ډله، د یمن هوثيان، داعش، د داعش خراسان ډله او طالبان د "ځانګړي تړاو" په ادارو کې شامل کړل".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پر خلکو اوس هم له دې امله تشدد کېږي، نیول کېږي او حتی وژل کېږي چې هغوی غواړي له خپلې مذهبي عقیدې او باور سره سم ژوند وکړي، خو وایي امریکا به مذهبي ازادیو پر سر دا ډول سرغړونو ته اجازه ور نه کړي.

پاکستان دا تورونه تل رد کړي چې ګواکې د خپلو مذهبي اقلیتونو له مذهبي ازادیو یې سرغړونه کړې ده. د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان ستر عدالت سپریم کورټ د عیسایي مېرمنې اسیه بي بي د خوشي کولو امر وکړ او تېره میاشت تر اته کلن بند وروسته له زندانه را خوشې شوه.

XS
SM
MD
LG