لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د منظور پشتین د ژوند دې پټو اړخونو څخه خبر یئ ؟


دپښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین دخپل تحریک پیل کولو راپدیخوا هسې خو دقام اؤ اولس په خبرو کې دومره بوخت شوی چې دخپل فامیل اؤ ماشومانو دپاره هم وخت نه لري خو هغه وایي چې کله یې په کالج اؤ پوهنتون کې د زده کړو وخت ؤ نو په دغه مهال یې هم د نورو زلمو پشان نه خو دجینکو سره دعشق محبت کیسې کړي اؤ نه یې مستۍ اؤ خوندونه اخستي.

وائس اف امریکه ډیوه سره دخپل شخصي ژوند په هکله دخبرو په وخت ښاغلي‌ پشتین ویلي هغه پخپل ژوند کې د شمیر یوازې څو فلمونه اؤ ډرامې کتلي دي اؤ نور ټول وخت یې د کتابونو لوست ته ورکړی دی.

منظور پشتین کوم فلمونه کتلي

هغه ته دهاغو فلمونو نومونه هم نه دي یاد چې کتلي یې دي اؤ له ډیر سوچ وروسته وایي” یوازې یو فلم راته یاد دی چې عامر خان جوړ کړی اؤ د مذهب په موضوع دی…پي کی ، هو ددغه فلم نوم پي کی دی”

وایي کله چې به دسبق نه فارغ ؤ اؤ دخپل کور ماشومانو سره به یې ښه وخت تیرول غوښتل نو هغوئ ته به یې پخپل لپ ټاپ د اسماعیل شاهد فلمونه لګول خو دا هم ورته نه ده معلومه چې اسماعیل شاهد په فلمونو نه بلکې په ډرامو کې کار کوي.

هغه د شعر وشاعرۍ سره ډیره مینه لري اؤ په شاعرانو کې یې غني خان د خوښې شاعر دی خو وایي چې د رحمان بابا شعرونه یې هم خوښیږي.

منظور پشتین وایي پخپله یې هم څو غزلې اؤ نظمونه لیکلي چې یو نظم پکې اوس سردار علي ټکر پخپل غږ کې هم ویلی دی.

په سندرغاړو کې یې څوک خوښیږي؟

په سندرغاړو کې کرن خان د هغه د خوښې سندرغاړی دی خو وایي دخپل وطن لمبه حالاتو دې ته هم نه دی پرېښې چې موسیقي واوري ، دخپلې ژبې د نورو سندرغاړو اوازونه واوري اؤ خوند تري واخلي.

وایي دکرن خان سندرې مې په دې خوښیږي چې هغه دخپل اولس دپاره ډیره مقصدي اؤ معیاري شاعري وایي اؤ زما ټول ټول ژوند هم د یو مقصد پاره دی اؤ هغه مقصد دخپل اولس دپاره د ښه اؤ پرامنه ژوند لټون دی.

منظور پشتین وایي انقلابی سندرې یې سختې خوښیږي خو حالات اجازه نه ورکوي چې زیات وخت د سندرو په اوریدو مصرف کړي.

منظور پشتین هم اتڼ کوي؟

منظور پشتین وایي دنورو قبائیلي زلمو په څیر هغه ته هم د اټن چل ور ایزده دی خو کله چې هم داسې دخوشحالۍ موقعه راشي نو دخپلو ملګرو سره ګډ اتڼ کوي ، خو وایي دا کال یو نیم کال وشو چې اتڼ یې هم نه دی کړی.

هغه وایي یوازې دپښتون ژغورنې د غورځنګ د وروستیو فعالیتونو له کبله یې ژوند د سنجیدګۍ له پړاؤ څخه نه تیریږي بلکې چې په ښه اؤ بد پوئ شوی نو مستي اؤ شوخي یې نه ده کړې

“زه چې رازلمی شوی یم ، نو یوازې دخپلو خلکو مړي مې لیدلي، جنازې مې لیدلي، ژړاګانې اؤ ویرونه مې لیدلي ، په دغسې حالاتو کې که کوم سوچ ته وزګار شوی یم نو هغه دا دی چې څنګه به باید زه اؤ زما د وطن نور زلمي دپښتنو دې مرګونو اؤ ژړاګانو ته د پایې ټکی کښېږدو؟”

ښاغلی پشتین وایي اوس هم ترې خپل همزولي اؤ انډیوالان اکثر خفه وي اؤ وایي ورته چې “ستا په وجه زمونږ ټول محفلونه د بوریت ښکار کیږي”

منظور پشیتن وایي د ژوند ټولې خوشحالۍ به هله کوي چې د وطن میندې یې وخاندي ، زلمي د وطن دسپرلو نه خوندونه واخلي ، امن اؤ مینه هر وګړي له غیږه ورکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG