لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي سيمو په پرمختيا کې بايد د کډوالو بيرته ستنېدو عمل ته لومړيتوب ورکړل شي


د خېبر پښتونخوا حکومت چې په قبايلي ضلعو کې د پرمختيايي کارونو دپاره د لس اربه روپو مصرفولو ويلي خو څيړونکي وايي بايد په قبايلي ضلعو کې د وړاندې نه د امدن موجودې سرچينې د سیمې په ګټه وکارول شي او د تشو دعوؤ په ځای عملي ګامونه پورته کړ ی شي.

د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي په صوبه کې شامل کړی شوؤ قبايلي سيمو کې د لس اربه روپو د کارولو دپاره يې اړونده ادارو ته د پلان جوړولو لارښوونه کړې ده.

د صوبې د خزانې د وزير تېمور سلیم جګړا په مشرۍ غونډه کې ټولو اړوند ادارو ته لار ښوونه شوې چې د تعليم، صحت او روزګار نه علاوه د نورو ضرورتونو دپاره په شپږو مياشتو کې پلان تیار کړي او دغه رقم به په کال ۲۰۱۹م کې خرڅ کولی شي.

خو په خېبر ضلع کې ځايي ژورنالسټ مدثر شاه وايي، په قبايلی سيمو کې د وړاندې نه د صحت او تعلیم برخې سختې ځپل شوي او اوس هم په زرګونو سکولونه داسې دي چې وجود نه لري خو په هغو کې ګمارل شوي استازان د حکومت نه پېسې اخلي.

هغه وويل په قبايلي ضلعو کې يواځې د تعليم په برخه کې د تنخواګانو په مد کې په اربونو روپۍ ورکولی شي، بايد دغه روپۍ راوويستل شي.

هغه وويل که چرته د نوؤ ورګډو کړی شوؤ قبايلي ضلعو خپل امدن په دغو سیمو کې ولګول شي نو د دوي به فنډونو ته هم ضرورت پاتې نه شي.

نوموړی وايي يواځې د تورخم او غلام خان د لارو ډېر امدن ترلاسه کيږي خو هغه په دغو سیمو کې نه مصرفول کيږي.

د پاکستان اووه قبایلي ضلعې د تېرو څو کلونو راهسې ترهګرۍ سختې ځپلي او د يادې سیمې د لاکونو په شمېره کې خلکو کډې کړې وې چې اوس هم پکې د زرګونو په شمېره کې کډوال لا خپلو علاقو ته نه دي ستانه شوي.

د قبايلي سیمو د وکيلانو د اتحاديې مشر رحیم شاه افريدی وايي، بايد حکومت تر ټولو اول هغه کډوال خلک چې په دې يخ موسم کې په کېمپونو کې ژوند کوي خپلو علاقو ته ستانه کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، قبايلي سيمې ترهګرۍ ډېرې زياتې ځپلې دي او د ترهګرۍ په نوم چې بيا د نړۍ نه کومې پېسې راټولې شوي هغه تور لګوي دا ټولې پېسې په پنجاب لګول شوي دي د اټک نه دې لوري ته نه دي راړول شوي.

هغه زياته کړه په علاقه کې د اصلاحاتو په نوم تشې خبرې کيږي عمل په يوه خبره ونه شو، بايد هلته عدالتونه په ځای شي او د پولټيکل د ظلم نه خلک خلاص شوی وی او د سيمې خلکو ته انصاف مېلاؤ شي.

هغه وويل د سيمې پرمختيا لس اربه روپو ته نه په زرګونو اربو روپو ته اړتيا لري او دوي هيله کوي چې د خېبرپښتونخوا دا حکومت به په سیمه کې د خېرښېګړې دپاره اقدامات وکړي.

په خېبرپښتونخوا کې په ورګډو کړی شوؤ ضلعو کې د وړاندې نه د ترهګرۍ په نتيجه کې د ۱۳۰۰ نه زيات سکولونه وران شوي او حکومت ادعا کوي چې په دغو سکولونو کې ۹۰۰ بيرته جوړ شوي خو ۴۰۰ سکولونه لا ويجاړ پراته دي.

د خزانې د وزير وياند عطاالله خان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل په دغو پېسو کې به ۱۳۶۵ ملينه روپۍ د هائير سيکنډري د معیار ښه کولو دپاره کارولی شي.

د صوبايي حکومت لخوا په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د خېبر بېنک د لارې به په صوبه کې په نوؤ ورګډو کړی شوؤ سيمو کې ځوانانوته يو ارب روپۍ بې د سود نه قرض ورکولی شي چې روزګارونه پرې پېل کړي.

ویل شوي په يو نيم سل ملينه روپو به په سکولونو، هسپتالونو او جوماتونو کې د نمر څخه د بجلۍ جوړولو انتظام برابرولی شي.

حکومت ويلي چې د خېبرپښتونخوا په څېر په نوؤ ورګډو کړی شوؤ علاقو کې به د بېنظير انکم سپورټ د پروګرام د شمېرې لاندې د صحت کارډونه ورکول د نوي کال څخه پېل کړي.

حکومت زياته کړې چې په اووه قبايلي ضلعو کې به د لوبو ۲۵ مېدانونه هم جوړولی شي.

حکومت وايي په قبايلي ضلعو کې به د خېبرپښتونخوا د نورو ضلعو په څېر په سکولونو اوروغتونو کې د استازانو او ډاکټرانو او ورسره نورې عملې د حاضرۍ يقيني کولو دپاره کلکه څارنه کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG