لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر:اسفندیار ته څه نه ویم خو پارلیمان ته هغه پښتنو رسولی یم چې ګولیو ته یې سینې نیولې وې


دپښتون ژغورنې د غورځنګ وتلي مشر اؤ دجنوبي وزیرستان څخه دقامي اسمبلۍ غړي علي وزیر ویلي هغه یا محسن داوړ پارلیمان ته پوځ یا استخباراتي شبکو نه دي رسولي بلکې هاغو غیرت مندو پښتنو رسولي چې ګولیو ته سینې نیولې وې .

هغه وایي په پښتنو کې چې اوس دخپلو حقونو په اړوند بیداري پېدا شوې ده نو ریاستي ادارې هڅه کوي چې په نوؤ اختلافانو اؤ موضوعاتو راپیدا کولو دهغوئ مخه بل پلو وګرځوي خو پښتانه نور هوښیار شوي اؤ په دغسې سازشونو نه تیر وځي.

دپښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان تیره ورځ پخپله یوه ټي وي مرکه کې پوښتنه راولاړه کړې وه په وزیرستان کې دپوځ په موجویت کې څنګه د پي ټي‌ایم دوؤ مشران الیکشن وګټلو اؤ پارلیمان ته ورسیدل.

هغه ویلي وؤ هرکله چې په تیرو ټولټاکنو کې پخپله هغه اؤ دمحمودخان اڅکزي،مولانا فضل الرحمان،سراج الحق اؤ افتاب شیرپاؤ په څير لویې لیډران دپارلیمان نه بهر وساتل شول نو د وزیرستان په څير قباييلي سیمې نه د پي ایم ایم د دوؤ امیدوارانو الیکشن کې کامیابي شکونه راولاړوي.

خو وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې دپارلیمان غړي علي وزیر وویل” زه د اسفندیار ولي نوم نه اخلم په دې اوس هرڅوک پوئ دي چې پي ټي‌ ایم دپښتنو دحقونو دپاره اولس کې بیداري پیدا کړه، ددې بیدارۍ نه اوس ریاستي ادارې په ویره کې دي اؤ غواړي چې په دغسې خبرو د خلکو پام د پښتنو د اصل ستونزو اؤ موضوعاتو څخه په بل لوري وګرځوي”

ښاغلي وزیر زیاته کړه “ټولو پښتنو خو په ځانګړي ډول قبائیلي سیمو ډیر قیامتونه لیدلي،زمونږ میندې خویندې لاشونو ته ژړیدلي،په صحراګانو اؤ سړکونو لوغړیدلي،کلي اؤ کورونه مو تباه شوي اؤ لوټ شوي،زمونږ خلک دا قیامتونه کله هم نه شي هیرولی”

هغه وویل پرون یې هم د ریاست د زیاتیو خلاف ښه په جار غږ پورته کړی اؤ نن چې په پارلیمان کې ناست دی نو هم ښه په ډاډه زړه د پښتنو سره دکیدونکو زیاتیو په ضد خلاف اواز پورته کوي.

علي وزیر زیاته کړه په هغوئ که هر څوک هر الزام لګوي،پرواه یې نه کوي بلکې دپښتنو دبیدارؤلو دپاره خپله دیووالي قافله په وړاندې بیايي.

دعلي وزیر په وینا “په مونږ خو دا تورونه هم لګول کیږي چې دا د “را” اؤ “این ډي‌ایس” خلک دي خو هیچا تر اوسه داسې ونکړل چې زمونږ په ضد ثبوتونه رامخې ته کړي اؤ دهغې په اساس سره بیا قانوني چلند یا خبره وکړي”

هغه وویل دپښتون ژغورنې غورځنګ دپاکستان دننه دپښتنو دهاغو حقونو خبره کوي چې دهیواد ائین دوئ ته ورکړي دي،

“څوک دې مونږ ته وښایي چې مونږ دائین نه بالا څه غوښتې دي، که دناحقه وژنو د بندولو خبره کوؤ، که د لادرکه خلکو محکمې ته د وړاندې کولو دا خو ټولې دپاکستان دائین مطابق غوښتنې دي، خو له بده مرغه پځایې ددې چې ریاست زمونږ خبرې ته غوږ ونیسي په مونږ مقدمې جوړوي”

هغه وویل اوس هغه وخت نه دی چې دغدار په لیبل یا مقدمو جوړولو به ریاست پښتانه وویروي بلکې اوس به ریاست ته منل وي چې هو پښتنو سره ډیر ظلمونه وشول اؤ نور باید پخپله خاوره د سکون اؤ امن ژوند ته پریښودل شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG