لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دسولې تړون به دپردې ترشا نه کیږي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي د افغانستان د خلکو له غوښتنې پرته به د سولې هیڅ تړون د پردې تر شا ونه شي او د سولې په اړه هره پرېکړه به پارلمان او د خلکو په رایه تصویب شي.

تیره ورځ هرات ولایت ته دسفر په مهال بیلابیلو ډلو سره لیدنو کې ولسمشر ویلي دملي یووالي حکومت د یوې ملي اجماع په اساس سولې ته واضح ژمنتیا لري او زموږ لاره د تدبیر لاره ده، هغه لاره چې نقشه یې د هیواد علمای کرامو برابره کړې

نوموړې زیاته کړه دولتي مذاکره کوونکی ټیم تشکیل او کمېټې هم جوړې شوې دي، ترڅو مذاکرات پیل شي اؤ دا د ویاړ خبره ده چې د سولې تعهد، رهبري او مالکیت د افغانستان د حکومت په لاس کې دي.

ښاغلي وویل دسولې پروسه کې به ښځوته بشپړه ونډه ورکول کیږي اؤ‌ پرې به نه ښودل شي چې دهغوئ په برخلیک لوبې وشي.

په دې وروستیو کې دامریکا په ملاتړ افغان دولت طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ افغانستان کې دسولې دپاره دامریکې ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دافغانستان،پاکستان،روسیې، قطر اؤ ګڼو نورو اړونده هیوادونو چارواکو سره دخبرو ترڅنګ طالبانو سره هم مخ په مخ خبرې کړي .

په نړیوالو رسنیو ځینې داسې ناتائیده دعوې هم مخې ته راغلي چې طالبانو زلمي خلیل زاد ته وړاندیز کړی چې دافغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې دې تر هغې وځنډول شي ترڅو چې د سولې پروسه سرته نه وي رسیدلي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني وویل چې راتلونکې ټاکنې به پخپل وخت ترسره کیږي او د افغانستان راتلونکی حکومت باید د خپلو دندو ترسره کولو لپاره واضحه او روښانه صلاحیت ولري.

ولسمشر اشرف غني طالبانو سره دمزاکراتو دپاره د وړاندې نه دافغان دولت د استازې ډلې نومونه اعلان کړي خو طالبانو لا تر دې دمه خپل استازي نه دي اعلان کړي.

تیره میاشت کابل ته د خپل سفر په مهال امریکایي استازي زلمي خلیل زاد خواهش ښکاره کړی ؤ چې دخبرو اترو پروسه باید د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو څخه دمخه سرته ورسیږي ترڅو طالبانو ته هم دغو ټاکنو کې دبرخې اخستو موقعه په لاس ورشي خو طالبانو ویلي چې هغوئ زلمي خلیل زاد سره پخپلو لیدنو کې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو خبرې نه دي کړي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG