لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امريکايي پوځي افسر دافغان وګړي دوژنې جرم ور اړول شوی


دامريکائي پوځ يو وياند ويلي دي په ٢٠١٠م کې افغانستان کې دګمارنې په مهال ديو افغان وګړي د وژلو پسر دامريکايي پوځ په يو افسر فردجرم لګول شويدى.

دخبري ادارې رويټرز له مخې اين بي ايس نيوز خبر ورکړى چې ميجر ميتهيو ګوليسټين منلې ده چې هغه په افغانستان کې يو تن له دې امله په ډزو وژلى ؤ چې په وژل شوي تن يې دطالبانو دډلې ديو ځانمرګي شک راغلى ؤ.

اين بي سي وايي ګوليسټين ددغه افغان وګړي دوژنې اعتراف دوه کرته کړى ، يوځل چې کله هغه په يوه استخباراتي شبکه کې دکار کولو لپاره مرکه ورکوله او په دوهم کرت یې دفاکس خبري چينل سره دمرکې په مهال منلې وه چې افغانستان کې یې یوتن وژلی.

دامريکايي پوځ دځانګړو عملياتو دقوماندې وياند په يو بيان کې ويلي دي دميجر ميتهيوز کمانډر دې خبرې ته رسیدلی چې دهغه په ضد دتورونو دجواز په ډول بشپړ ثبوت موجود دى.

ګوليسټين په يو بيان کې ويلي دي هغه په دې باوري دی چې دهغه په ضد دغه تورونه څو کاله دمخه هوار شويدي.

دهغه وکيل فيل سټيک هاوز وايي په کلکه به دګوليسټين په ضد دتورونو دفاع کوي.

وکيل دا هم ويلي دي چې ميجر ګوليسټين يو خاکسار خدمت ګار مشر دى او دګڼو خلکو ژوند يې ژغورلى چې پکې امريکايان او افغانان دواړه شامل دي او دخپلې مړانې په اعمالو پيژندل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG