لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په تېرو شپږو میاشتو کې له ټویټر نه د 3000 اکاونټونو د تړلو غوښتنه کړې


اسلام اباد ــــ د ټولنيزو رابطو ويبپاڼې ټويټر په خپل يوه رپورټ کې ويلي چې د روان کال په اخري شپږو مياشتو کې د پاکستان چارواکو کرکې او تشدد ته د را پارولو په تور د 3000 اکاونټونو د تړلو خواستونه رسمي ور ليږلي دي، چې د ټولنیزو حقونو فعالين یې يوه بوږنوونکې شمېره ګڼي.

د ټويټر ادارې په خپل رپورټ کې ليکلي چې سږ کال له جنورۍ نه تر جون مياشتې پورې د پاکستان حکومت ورته 246 اکاونټونه او څه دپاسه درې زره پروفايلونه رپورټ کړي دي، خو ټويټر د خپلو ټاکلیو اصولو د سرغړونو په سر يواځې په 141 اکاونټونو خپاره شوي او شريک شوي مواد لرې کړي دي.

ټویټر په خپل رپوټ کې لیکلي چې تېر کال د جولای او دسمبر تر منځ موده کې د پاکستان له اړخه 674 اکاونټونه ورته رپوټ شوي وو. رپوټ وايي تېر کال زياتره خواستونه د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا ورته رپورټ شوي وو خو سږ کال په حيرانوونکي ډول د دې برعکس درې خواستونه د هېواد د عدالتونو په امر ور ليږل شوي دي.

په پاکستان کې د انټرنيټ د کاروونکو د حقونو لپاره کارکوونکې غيرسرکاري ادارې بايټس فار آل څېړنکار او پروګرام منېجر هارون بلوچ وي.او.اې ډيوه ته وویل، چې په رپورټ کې په نظر راتلونکی رجحان ډېر بوږنوونکی دی.

هارون بلوچ وايي، دا ښیي چې د پاکستان چارواکي په ټويټر د خپلو خلکو د رایې د څرګندونو نه وېرېږي او د هغوی د اکاونټونو د تړلو هڅې کوي. هغه وایي دا شمېره ځکه وېروونکې ده چې مخکې د پاکستان له خوا دومره زیات شمېر اکاونټونه نه وو رپورټ شوي.

مطبوعات په دې رپورټ کې د پاکستان د اطلاعاتو د وزير فواد چودري له قوله وايي، رپورټ دا حقيقت په ډاګه کوي چې حکومت هغه اکاونټونه رپورټ کړي کوم چې کرکه خوروي او خلک تشدد ته راپاروي.

بلې خواته د پاکستان د معلوماتي ټیکنالوجۍ د وزارت چارواکو د سېنټ کمېټۍ ته ويلي چې په سوشل مېډيا د غيرقانوني موادو د مخنیوي دپاره يوه ځانګړې تحقيقاتي ايجنسۍ جوړوي، خو څېړونکي وايي، دا کار د پلټنو مرکزي اداره ایف ای اې د مخکې نه کوي او د بلې ادارې د جوړولو پر ځای دې دغه اداره لا نوره مضبوطه او په وسيلو سمبال کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG