لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسخت مالي کړکیچ له امله دپاکستان مالیاتي درجه "بي نیګیټیو" ته واړول شوه


دمالیاتي درجو ورکولو درېوؤ لویو ادارو څخه د” فچ ریټنګز”په نوم یوې ادارې دپورونو اخستو،د زر مبادلې د لږو ذخیرو،خراب اقتصادي وضعیت اؤ دغوښتل کیدونکو(واجب الادا) پیسو له امله دپاکستان درجه د “B” څخه “B نیګټیو" ته اړولې ده.

د ډان ورځپاڼې دیو راپور له مخې په نیویارک کې فعالې د درجو ویشونکې ادرې فچ ریټنګز ویلي دپاکستان د زر مبادلې ذخیرې کمې شوي اؤ بهرني پورونه پرې سیوا شوي دي.

دغه اداره وایي چې دپرله پسې خراب مالي وضعیت اؤ دټولیزې پیداواري کچې راټیټیدو له امله په پاکستان قرضې ختلي دي اؤ دغه هیواد دبهرنیو مالیاتي ګواښونو سره مخ شوی چې له دې امله یې د اوږدې مودې څخه په لاس کې لرونکې درجه “B” اوس په B نیګټیو بدله کړل شوې ده.

د ادارې په وینا دنړیوالې مالیاتي پنګې (ايي ایم ایف)نه دپېسو ترلاسه کولو دپاره کامیابو خبرو اترو بهرنی مالیاتي وضعیت ښه کولی شو خو د ایي ایم ایف د پروګرام په نفاذ کې خطرې موجودې دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دحکومت اؤ اؤ ملي بانک د بې کچه هڅو باوجود هم دپاکستان دپام وړ یا په ځان دتکیې ذخیرې په پرله پسې ډول کمیږي اؤ تر شپږم دسمبر دا اووه اربه اؤ ۳۰ کروړه ډلرو ته راغورځېدلې وې چې داپېسې یوازې دیوې نیمې میاشتې دپاره بهر نه دشیانو اخستلو دپاره کافي ګڼل کیږي.

د درجو ویشلو دغه ادارې ویلي پاکستان ته به دخپلواکو پورونو خلاصولو په مد کې راتلونکو درېوؤ کلونو دپاره هر کال د اوو نه نیوې تر نهو اربو ډالرو پورونه لنډول وي چې په دې کې د راتلونکی کال داپریل میاشتې پورې د یو ارب ډالرو دیورو بونډ خلاصول هم شامل دي.

فچ ریټنګز وایي راتلونکو لسو کالو پورې په پاکستان دبهرنیو پورونو د لا ختلو احتمال دی ځکه چې دپاکستان اؤ چین د اقتصادي لارې (سي پیک) څخه به د ګټې وټې یا لاسته راوړنو پیل د کال۲۰۲۰م څخه کیږي.

دغه ادارې احتمال ښودلی چې دروان مالي کال تر پائ دپاکستان په لاس کې د لرونکو ذخیرو کچه اوو اربو ډالرو ته رسیدلی شي.

د ادارې د لګول شوؤ اندازو له مخې په پاکستان کې د ګرانۍ کچه هم دتیر مالي کال د۳.۹ فیصدي څخه اوو فیصدو ته لوړیدلی شي

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG