د پېښور په سکول شوي ترهګر بريد کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندې او پلاران وايي "مونږ ته چې پته لګي چې زمونږ سره ظلم وشو او مونږ ته انصاف هم نه مېلاويږي نو دا درد ورځ تر بلې نور سېوا کيږي ".
پېښور کې پوره څلور کاله وړاندې په ۱۶م دسمبر ترهګرو په ارمي پبلک سکول باندې ترهګر بريد کړی او تر ۱۵۰ پورې کسان يې وژلي وو چې زياتره یې د سکول زده کوونکي ماشومان وو.
پاکستاني طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې وه.
د بريد د پلټنو دپاره د ماشومانو د مور او پلار د عدالتي کمېشن غوښتنه
وکيل او فعال فضل خان اېډوکېټ چې خپل زوی یې (صاحبزاده عمرخان) په ياد بريد کې وژل شوی ؤ وايي،
دوي د څلور کالو راهسې دغه غوښتنه کوله چې د بريد د پلټنو او زمه وارو مالومولو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي خو وايي عدالتي کمېشن جوړ شو خو هغه ډېر خوشبينه نه دی چې دا کمېشن به دوي ته انصاف ورکړي.
د سپريم کورټ په امر روان کال د پېښور هايکورټ د جسټس محمد ابراهيم خان يو کسيز عدالتي کمېشن جوړ شوی او هغه د بريد پلټنې کوي.
فضل خان وايي بايد د سپريم کورټ د مشرانو ججانو يو بنچ جوړ شوی او نړیوال څارونکي هم پکې شامل شوی وی ځکه چې د بريد تور لګول شوی ؤ چې ترهګر د ګاونډي هېواد نه راغلي وو نو رښتيا به نور هم په ډاګه شوي وو.
خو د سکول د لسم ټولګي د وژل شوي زده کوونکي اسفند پلار اجون خان وايي تمه لري چې کمېشن به ورته انصاف ورکړي.
د وژل شوؤ ماشومانو ميندې او پلاران څه غواړي؟
فضل خان وايي د ياد بريد په اړوند پوښتنې د ریاست پاکستان د ساتونکو ادارو نه دي ځکه چې دا سکول هم د دغو ادارو لاندې دی او دا يو کسيز عدالتي کمېشن چې د پېښور هايکورټ د جونيئر جج په مشرۍ کې جوړ دی، دوي يقين نه لري چې هغه به د ادارو نه پلټنې وکړي.
خو اجون خان وايي د څلورو کالو د عدالتي کمېشن غوښتنه يې منل شوې د انصاف تمه هم لري خو که بيا هم دوي مطمئن نه ؤ د انصاف ترلاسه کېدو دپاره به تر د ملګرو ملتونو پورې لاړ شي.
کمېشن ته څومره خلکو بيانونه ورکړي؟
فضل خان وايي نزدې ۱۰۵ ميندو او پلارانو دې کمېشن ته بيانونه ورکړي او هغه په خپله هم د کمېشن په وړاندې خپل بيان ورکړی ځکه چې که سبا هر څه وي تور په دوي ونه لګي چې کمېشن ته يې بيان نه دی ورکړی.
هغه زياته کړه زياترو ميندو پلارانو په خپلو بيانونو کې د انصاف نه مېلاوېدو ګيله کړې او اندېښنه يې څرګنده کړې ده چې ولې تراوسه پورې دوي ته انصاف نه دی مېلاؤ شوی.
اجون خان وايي په ۲۰ دسمبر به کمېشن سپريم کورټ ته خپل رپوټ ورکړي او دوي د رپوټ ته په تمه دي.
د پېښور هايکورټ د اکتوبر په مياشت کې د ځايي ورځپاڼو د لارې اعلان کړی ؤ د سترې محکمې په امر د پېښور د ارمي پبلک سکول د ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴م د پېښې د پلټنو دپاره جوړ کمېشن خپل کار پېل کړی، که څوک د دغه پېښې په اړوند څه مالومات ورکول يا شواهد لري د بيان ورکول دپاره دې خپل اندراج ورکړي.
د ۱۶م دسمبر غم څومره تازه دی؟
فضل خان وايي د ۱۶م دسمبر پېښه داسې پېښه ده چې د وژل شوؤ ماشومانو د ميندو او پلارانو نه به ټول عمر هېره نه شي.
هغه وايي د دغه پېښې درد هغه وخت نور سېوا کيږي چې کله دوي ته انصاف نه هم مېلاويږي او څلور کاله وروسته دوي ته دا پېښه داسې ياده ده لکه چې نن شوي وي.
اجون خان وايي چې کله دسمبر پېل شي دا ورځ ورته دومره تکليف ورکوي چې يواځې يو مور او پلار يې محسوسولی شي.
هغه وايي چې د ماشومانو د وژنې پېښه يادوي زړه يې خوږيږي.