دپاکستان دمیډيا بیلابیلو ادارو نه د خبریالانو د ویستل کیدو لړۍ نوره چټک شوې چې ددې په ضد نن په پېښور کې خبریالانو سخت احتجاج کړی اؤ دپاکستان دسترې محکمې څخه یې غوښتي چې د صحافیانو د روان معاشي قتل عام مخه ونیسي.
داحتجاج په مهال یو بې روزګاره کړل شوی سینئیر خبریال عبدالغفار بیګ دمیډیا دمالکانو اؤ حکومت په ضد دشعارونو ورکولو په مهال بې هوشه شوی اؤ د علاج دپاره په سمدستي ډول هسپتال ته رسول شوی.
په دې وروستیو کې دپاکستان دمیډیا یو شمیر ادارو نه په سوونو خبریالان یا خو ویستل شوي اؤ یایې معاشونه راټیټ کړل شوي دي چې له دې امله په خبریالانو کې سخته اندېښنه خوره شوې ده.
دخیبر یونین اف جرنلسټس په تابیا نن دپېښور پریس کلب مخې ته د صحافیانو د بې روزګاره کولو په ضد احتجاجي مظاهره کې په لسګونو خبریالانو برخه اخستې اؤ دمیډیا دمالکانو اؤ حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.
دپېښور دخبریالانو دتنظیم مشر سیف الاسلام سیفي احتجاجي مظاهرې ته په وینا اؤ وروسته وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ویلي چې دپاکستاني میډیا مالکانو د خبریالانو معاشي قتل عام ته لاس اچولی اؤ روزانه په یو نوټس په لسګونو خبریالان دبیلابیلو ادارو څخه بې دخله کوي.
هغه وویل “مونږ دخیبرپښتونخوا دحکومت غندنه هم کوؤ ځکه چې صوبایي اسمبلۍ قرارداد منظور کړی چې د ادارو نه د خبریالانو د ویستل کیدو لړۍ دې تم اؤ ویستل شوي خبریالان دې بیرته پخپلو نوکرو بحال کړل شي خو په دغه قرارداد تراوسه حکومت هیڅ عمل ونکړل شو”
دمظاهرې پر مهال خبریالانو شعارونه ورکول چې د ظلم دا ضابطې اؤ دخبریالانو معاشي وژنه دې ودرؤل شي.
عبدالغفار بیګ چې دشاوخوا څویښت کاله یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې اؤ اوس د ایکسپریس نومې اردو ورځپاڼې څخه دنوکرۍ نه ویستل شوی، په دغه موقعه په جذباتي انداز شعارونه ورکول چې په زړه یې لاس کېښود، رنګ یې زیړ وتښتیدلو اؤ بې هوشه په زمکه وغورځېدو.
دخبریال بې هوشه کیدلو له امله خبریالانو نه احتجاج پځائ پاتې شو اؤ هغه د مرستندویه ادارې په مرسته روغتون ته ورسول شو.
په مظاهره کې شامل یو بل خبریال ښاغلي فدا عدیل وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې وویل هغه خبریال چې مدام د نورو خلکو ستونزې دنیا ته رسوي،نن په پاکستان کې دومره د زلالت حد ته راوستل شوی چې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ، تعلیم اؤ علاج نه شي ورکولی.
هغه زیاته کړه “غفار بیګ زمونږ سنئیر ملګری دی، څلویښت کاله یې صحافت کړی،د جنګ دمحاذونو اؤ زندانونو سختې یې ګاللي دي خو نن د عمر په وروستۍ برخه کې خپلې ادارې یوازې په یو نوټس بې روزګاره کړو”
دپاکستان دمیډیا ادارې نااعلانه دریځ لري چې حکومت پرې سرکاري اشتهارونه بند کړي اؤ بقایاجات هم نه ورکوي چې له دې کبله هغوئ د زیاتو خبریالانو اؤ مامورینو دساتلو توان نه لري خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره میاشت امر کړی ؤ چې دمیډیا ادارو ته باید دهغوئ بقایاجات ادا کړل شي اؤ ددې ترڅنګ یې دمیډيا په ادارو هم غږ کړی ؤ چې دخبریالانو د ویستلو لړۍ باید ودروي.
دپاکستان ستره محکمه کې هم دا مهال دخبریالانو د بې دخلۍ په ضد مقدمه روانه ده.
دخیبریونین اف جرنلسټس صدر سیف الاسلام سیفي د سترې محکمې د مشر قاضي نه غوښتنه وکړه چې دخبریالانو د بې دخله کړل شوؤ خبریالانو د بیرته پځائ کولو حکم صادر کړي اؤ دمیډيا مالکان دې ددې خبرې
پابند کړي چې نور به هیڅ بیڅه خبریالان له خپلو ادارو نه وباسي.