لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سراج الحق:پاکستان دې افغانستان کې دیوې ډلې پرځائ دټول ولس ملګرتیا وکړي


دپاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جماعت اسلامی‌مشر سراج الحق ویلي دپاکستان حکومت ته یې مشوره ورکړې ده چې په افغانستان کې د یوې ډلې پځائ باید دټول افغان ولس ملګرتیا وکړي.

په کوټه کې وائس اف امریکه ډيوه سره په خبرو کې د جماعت اسلامي پاکستان مشر سراج الحق وويل چي "له پخوا مي د پاکستان حکومت ته دا مشورہ وہ چي په افغانستان کښې امن راشي دا د پاکستان په ګټه ده ،حکومت ته مې څو ځل ويلي چي په افغانستان کې کومي ډلې یو له بل سرہ په جګړه اخته دي ھغه پر یو میز کښېنوي"

سراج الحق وويل” د افغان ولس خوشحالي زمونږ‎ خوشحالي دہ او دھغوی تکلیف زمونږ‎ تکلیف دی ډیرہ د افسوس خبرہ دہ چي دومرہ مودې تیرې شوې، درې نسلونه په جنڰ کښی ختم شو ، امن نه راغلو”
نوموړي زیاته کړه نور په افغانستان کې د نوی نسل په لاس کښې قلم،کتاب پکار دی،لائبریری آبادول پکار دي .

هغه وویل څنګه چي د نړ‎ی نورو قومونو پر سپوږ‎مۍ قدم ایښۍ دی او مریخ ته روان دي باید د پاکستان او افغانستان خلک ھم د امن په ماحول کښې د ترقی پر لور راون شي ، او دا به ھغه وخت کیږ‎ی چی کله ټول پر یوہ میز کښیني او سوله وکړي.
پاکستان کې پښتنو ته د ورپېښو ستونزو اؤ د پښتنو سیاسي مشرانو د یووالي په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي سراج الحق وويل "دلته مسلې یواځې د پښتنو نه دي، دبلوڅو، سندھيانو او د پنجاب غریب اولس ته هم مسئلې ورپيښې دي ، په کراچۍ کښې ډیرې مسئلې دي.

هغه وويل چي د خېبر پښتونخوا او بلوڅستان مشرتابه ته دا مشوره ورکوم چي د ټول پاکستان خبره دې وکړي ، که پاکستان پر مختڰ وکړ‎ي نو خېبر پښتونخوا او بلوچستان به ھم ترقی وکړ‎ي او که د پاکستان بېړۍ چپه وه نو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان بیړ‎ۍ به ھم چپه وي۔
دجماعت اسلامي مشر وويل د یو محدود فکر پر ځائ بايد د دوہ ویشت کروړ‎ہ انسانانو غم وکړو نو هله به کامیاب شو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG