لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد په افغان سوله دپاکستان دپوځ سرلښکر سره خبرې کړي


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره لیدلي او ورسره یې افغانستان کې دسولې په روانو هڅو خبرې اترې کړي دي.

جنرال باجوه سره له لیدنې وړاندې ښاغلي خلیلزاد په متحده عرب اماراتو کې درې ورځې پرله پسې دطالبانو اؤ افغان دولت د استازو سره هم خبرې اترې کړي اؤ دهغوئ څخه په یو تړون د متفق کیدلو غوښتنه کړې ده.

دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور دچهارشنبې په ورځ په ټوئټر لیکلي چې د پاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال قمر باجوه اؤ دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد په لیدنه کې دسیمې په امنیتي وضعیت اؤ افغانستان کې دسولې په روانو هڅو خبرې اترې شوي دي.

دپوځ ویاند وایي چې په دغه لیدنه کې دپاکستان دپوځ سرلښکر ویلي چې افغانستان کې دامن ټینګښت پاکستان دپاره زیات ارزښت لري اؤ خپله دا ژمنه یې تکرار کړې ده چې پاکستان به سیمه کې دامن اؤ ثبات دپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

میجر جنرال اصف غفور ویلي لیدنه کې زلمي خلیل زاد دافغان سولې روانو هڅو کې دپاکستان کردار ستائیلی دی.

دپاکستان دپوځ سرلښکر سره امریکایي استازي ښاغلي خلیلزاد دا لیدنه وروسته له هغې کړې چې په متحده عرب اماراتو کې یې دطالبانو،افغانستان اؤ پاکستان د استازو سره درې ورځې سر په سر خبرې وکړې.

هرڅو که د اماراتو دخبرو بشپړ جذئیات له میډیا ته نه دي ښکاره کړل شوي خو زلمي خلیل زاد په ټوئټر کې دغه خبرې ګټورې ګرځولې دي.

طالبانو هم پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکایي پلاوي سره یې خبرو کې دبندیانو دخلاصون اؤ افغانستان څخه دبهرنیو عسکرو د وتلو په ستونزو خبرې کړي دي.

پاکستان وایي امریکا ته یې باور ورکړی چې دافغان کشالې په هواري کې به مرسته کوي اؤ دافغانستان دسولې دعالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزي هم د چهارشنبې په ورځ ویلي چې دافغانستان په اړوند دپاکستان تګلاره کې بدلون راغلی دی.

تر دې وړاندې واشنګټن اؤ کابل تورونه لګول چې طالبان پاکستان پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ترهګري کوي خو روانه میاشت دپاکستان وزیراعظم عمران خان خبریالانو ته ویلي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک دلارې دافغان کشالې هواري کې مرسته غوښتې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG