د پاکستان په پنجاب ایالت کې په وړومبي ځل د تحریک انصاف صوبايي حکومت ته په دې خبره د شاباسي یا افرین ویلو قرارداد په پارلیمان کې جمع کړل شوی چې هیواد کې که نوره ترقي شوې اؤ که نه خو خره پکې زیات شوي دي.
دغه قرارداد د پنجاب اسمبلۍ کې وروسته له هغې جمع کړل شوی چې روانه اوونۍ د پنجاب د څارویو دمحکمې خبر ورکړو چې پاکستان دخرو دشمیرې په اړوند دنړۍ دریم ستر هیواد جوړ شوی دی
قرارداد دچهارشنبې په ورځ دپاکستان مسلم لیګ(ن) غړي میا نصیر په پنجاب اسمبلۍ کې جمع کړی چې پکې ویل شوي “کوم بل مد ترقي کړې که نه یې ده کړې خو په هیواد کې به خره ضرور په ګڼ شمیر کې موجود وي”
دقرارداد دمتن له مخې پاکستان دخرو دشمیر په اړوند نړۍ کې دریم ستر هیواد جوړ شوی اؤ دا مهال په ټول هیواد کې ۵۳لګه خره موجود دي چې په دې کې یوازې ۴۱زره خره په لاهور کې دي.
قرارداد کې ویل شوي چې دتحریک انصاف دحکومت جوړیدو راپدیخوا دخرو شمیر کې یو لک اضافه شوې اؤ په راتلونکو پینځوؤ کالو کې د ۱۰ؤ لکو خرو د زیاتیدو امکان دی.
دپنجاب دڅارویو محکمه وایي چې حکومت د خرو د ښې روغتیا په غرض په لاهور کې دخرو یو هسپتال هم جوړ کړی چې دغلته د خرو ویړیا درملنه کیږي اؤ دبیلابیلو ناروغیو څخه دخرو دژغورنې دپاره داروګان ورکول کیږي.
په دې وروستیو کې په ټوله نړۍ کې دخبرو شمیر په چټکتیا سره کمیږي اؤ څیړونکي ددې یو علت دا ښایي چې په چین کې د خرو څرمنې ډیرې په لوړو بیعو خرڅیږي چې هغوئ ورڅخه د درملو اؤ روایتي خوراکونو په جوړولو کې کار اخلي.
ددې ترڅنګ د خرو غوښې هم په چین کې خلک په شوق سره خوري خو ویل کیږي اوس په دغه هیواد کې دخره غوښه په ډیر مشکل سره ترلاسه کیږي.
برتانوي خبري شبکه بي بي سي وایي د خرو څرمنې له ایشولو وروسته تر لاسه شوي جلاتین بازار کې د ۳۸۸ ډالرو بدل کې یوه کیلو پلورل کېږي او چینايي مصنوعاتو کې کاروول کېږي.
وګنډا، تنزانیا، نایجر، بورکینا فاسو، مالي او سینیګال چین ته د خرو پر صادرولو بندیز لګولی دی.