لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اپوزیشن: د پاکستان بهرنۍ تګلاره دې له پینډۍ پارلمان ته راوړل شي


د پاکستان د احتساب د مرکزي ادارې نېب له خوا د اپوزیشن ګوندونو د مشرانو په ضد د مقدمو او د هغوی تر نیول کېدو وروسته په پارلمان کې پر حکومت سختې نیوکې شوې دي او د نېب له خوا د کرپشن د مخنیوي قانون تور قانون بلل شوی دی.

د احتساب ادارې له خوا د مسلم لیګ نواز ګوند او پیپلز ګوند پر مشرانو د کرپشن مقدمو ته په اشارې سره د سېنټ پخواني مشر او د پیپلز ګوند یوه مشر رضا رباني د جمعې په ورځ د سېنټ په غونډه کې وویل، چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره اوس هم په پینډۍ کې جوړېږي چې اشاره یې پوځ ته وه او غوښتنه یې وکړه چې د بهرنۍ پالیسۍ جوړولو واک باید بیرته پارلمان ته راوړل شي.

رضا رباني وویل په هېواد کې د سیاستوالو په ضد چڼلی احتساب ورته د منلو وړ نه دی. وایي که د کرپشن په ضد احتساب کېږي، نو په عدلیه، امنیتي ادارو او پوځ کې دې هم احتساب وشي:

"پارلمان د ټولو ادارو مور ده، تر اوسه این ایف سي ایوارډ نه دی خپور شوی، د بې درکه خلکو شخړې شدت اخیستی، پروېز مشرف عدالت ته نه راوستل شو، ریاست یوه خطرناکه لوبه روانه کړې ده، که ریاست ته کوم زیان ورسېد هیڅوک به هم پکې بچ نه شي".

د احتساب د روان عمل په اړه د پیپلز ګوند مشرې هم پر حکومت نیوکې کړې او د کرپشن پر نامه د اپوزیشن ګوندونو د سیاستوالو نیول یې یوه انتقامي هڅه بللې ده:

"داسې ښکاري چې د احتساب په جامه کې سخت انتقام روان دی، دوی چې وایي د احتساب اداره، ایف ای اې او نورې ادارې خپلواکې دي، موږ ټول احتساب ته تیار یو خو د ټولو په ضد باید احتساب وشي، موږ تل د عدالتونو احترام کړی دی خو د دې 'نازولیو' احتساب به کله کېږي".

بل لور ته د مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر او د قومي اسمبلۍ غړي خواجه سعد رفیق په پاکستان کې د احتساب قانون یو تور قانون بللی دی، چې وایي د اپوزیشن ګوندونو په ضد کارول کېږي. خواجه سعد رفیق په تېرو ورځو کې د خپل ورور سلمان رفیق په ګډون د پېراګون په نامه د کور جوړولو په یوه سکیم کې د درغلۍ په تور نیول شوی وو.

سعید رفیق د قومي اسمبلۍ د قانون د 108 مادې په اساس د سپیکر د ځانګړي فرمان (پروډکشن آرډر) له مخې د جمعې په ورځ د احتساب ادارې له بنده د قومي اسمبلۍ غونډې ته را بلل شوی وو. غونډې ته په وینا کې سعد رفیق پر ده او ورور یې د درغلۍ لګېدلي تورونه بې بنیاده وګڼل:

"زه یواځې حکومتي ګوند ته نه بلکې د پاکستان عدلیې او اسټېبلشمنټ ته هم دا پیغام ورکوم چې په قراره دې فکر وکړي او راته و دې وایي چې دا د ملک کومې خواته بیایي. اوس لا وخت شته چې د یوه بل ګرېوان ته د لاس اچولو پر ځای پاکستان د جهالت، غریبۍ، بې روزګارۍ، توندروۍ او ډوبېدونکي اقتصاد له بحرانونو را وباسو".

خو بل پلو ته د تحریک انصاف حکومت دا تورونه ردوي چې ګواکې د احتساب اداره د دوی تر اغېز لاندې ده. د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د تحریک انصاف ګوند یوه غړي مراد سعید وویل:

"د انتقامي ګامونو خبره وشوه، موږ بیا بیا ویلي دي چې نېب زموږ تر کنټرول لاندې نه ده او هغه یوه ازاده اداره ده".

تر دې وړاندې وزیراعظم عمران خان ویلي چې د کرپشن کوونکو په ضد به عملیات کېږي او هیچاته به اجازه نه ورکوي چې د پاکستان په ادارو کې درغلۍ وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG